نړۍ
اسرائیلو په ۴۸ ساعتونو کې د حزب الله درې قومندانان او ۷۰ جنګیالي ووژل
د اسرائیل دفاعي ځواک (IDF) په خبرپاڼه کې راغلي: په سویلي لبنان کې د اسرائیلو پوځیانو د حزب الله د وسلوالو بنسټونو او فعالینو پر وړاندې محدود، محلي او هدفي بریدونه روان ساتلي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د حزب الله د وارث مشر هاشم صفي الدین د وژنې له تائیدۍ یوه ورځ وروسته له تېرو ۲۴ ساعتونو راپرېخوا د لبنان په سویل کې د دې ډلې د درې قومندانانو په ګډون شاوخوا ۷۰ جنګیالي وژل شوي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواک (IDF) په خبرپاڼه کې راغلي: په سویلي لبنان کې د اسرائیلو پوځیانو د حزب الله د وسلوالو بنسټونو او فعالینو پر وړاندې محدود، محلي او هدفي بریدونه روان ساتلي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې؛ د تېرې ورځې په بهیر کې ځمکنیو او هوايي ځواکونو شاوخوا ۷۰ وسلوال له منځه وړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسرائیلو د چارشنبې پر ورځ د سویلي لبنان په بندري ښار صور کې څو مرکزي کلیو ته د وتلو خبرداری پراخ کړ او خلکو ته یې امر وکړ، چې له ښار څخه شمال ته ووځي.
اسرائیلو په لبنان کې له حزب الله سره له یوه کال سرحدي نښتو وروسته، چې په منځني ختیځ کې د ایران د نیابتي ځواکونو ترټولو قوي وسلوال دي؛ په پراخه کچه برید روان ساتلی دی.
د لبنان حکومت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو بریدونو لږ تر لږه یو اعشاریه دوه میلیون لبنانیان له خپلو کورونو څخه ایستلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژلي ډېر نور ټپیان دي.
اسرائیلو تر اوسه په غزه او لبنان کې د حماس او حزب الله د څو مشرانو له وژلو او ځاني زیانونو سره – سره بیا هم پخپلو عملیاتو پښېماني نده ښودلې او نه یې نښه لیدل کیږي.