د هوا حالاتو بدلونونه

اسلامي امارت باید په اقلیمي خبرو کې ګډون ولري – د کړکېچ نړیواله ډله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۲)

په داسې حال کې، چې د روانې اوونۍ په پای کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس جوړیږي؛ د کړکېچ نړیوالې ډلې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون غوښتنه کړې ده.

د کړکېچ نړیوالې ډلې د جمعې پر ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې د اقلیمي بدلون د سرمشریزې تنظیموونکیو د افغانستان د یوه پلاوي پر ګډون بحثونه کړي؛ خو تر اوسه یې د څرنګوالي په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

د دغه راپور له مخې؛ د بحث موضوع دا وه، چې آیا د اسلامي امارت د ټیټ پوړیو چارواکو لپاره د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس د څنډو په ناستو کې ګډون شونی دی؟

د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي؛ د بشري حقونو له اړخه له اقلیمي خبرو اترو څخه د طالبانو (اسلامي امارت) لرې ساتل د پوهیدو وړ دي؛ خو د بشري لید له نظره د منلو نه‌دی. افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې اووم زیان‌منونکی هېواد دی. دا هېواد، چې له دې مخکې وچکالۍ، سېلابونو او نورو طبيعي پېښو ځپلى دى؛ په راتلونکیو لسيزو کې به یې د تودوخې په کچه کې د پام وړ زياتوالى راشي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي، چې افغانستان د اقلیم د بدلون د ستونزې د حل لپاره ډېر کم کار کړی او د ژغورنې لپاره یې نړیوالو مرستو ته پوره اړتیا ده.

دې ډلې دا هم ویلي: که څه د اقلیمي بدلون COP28 په کنفرانس یا نورو غونډو کې وي نړۍ باید له طالبانو (اسلامي امارت) سره د هوکړې د ستراتیژیو په اړه خبرې وکړي. که څه هم ناخوښه وي د اقلیم په اړه په خبرو کې د کابل ګډون اړین دی؛ ځکه، چې د دې مسلې په اړه نړیوالې هڅې باید په رښتیا هم نړیوال وي. که غواړئ د افغانستان خلک سم خوندي شي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ په عربي متحده اماراتو کې پیل شي.

Trending

Exit mobile version