تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د ښځو او نجونو پر محدودیتونو بیاکتنه وکړي – ملګري ملتونه

دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بې‌خنډه لاسرسی تضمین کړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لرې کړي او په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ، برابر او معنا لرونکي ګډون حقونه خوندي کړي.

دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بې‌خنډه لاسرسی تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته خپلو کاري ځایونو ته بې‌خنډه لاسرسی او زیان‌منو خلکو؛ ښځو او نجونو، ته د مرستو رسول ډېر اړین دي.

هغه ویلي؛ ښځو ته د دې زمینه برابرول، چې ښځو او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمتونه ورسوي، د اغېزمن او اصولي بشري غبرګون لپاره یوه اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټېفان ډوجاریک د څرګندونو له مخې؛ د سپټمبر اوومه هغه ورځ ده، چې کال مخکې افغان ښځې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته له ننوتلو منع شوې.

نوموړي ویلي، پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د هغوی د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او په عامه ژوند، زده‌کړو او د کار په ډېرو برخو کې د هغوی د بشپړ ګډون مخنیوی مخنیوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دغه محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا، ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بېرته یوځای کېدا پر وړاندې هم جدي خنډ دي.

ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د افغان ښځو د لاسرسي محدودول افغانانو ته د ژغورنې او نورو مرستو د رسولو وړتیاوې کمزورې کوي.

Trending

Exit mobile version