تازه خبرونه
اسلامي امارت له روسیې سره د تېلو او ګازو پر پېرودلو هوکړه کړې
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ويلي، چې کابل او مسکو د تېلو او ګازو د پېرودلو پر سر هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه تړون لاسلیک شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي، چې روسېې ته د افغان لوري د یوه پلاوي په مشرۍ سفر درلود له روسیې څخه د بېرته راستندیو پرمهال ویلي، چې له روسیې فدراسیون له اړوند چارواکو سره یې د نفتي لومړنیو توکو د رانیولو په برخه کې یوې هوکړي ته رسیدلي دي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې د هوکړې چمتو کولو لپاره د دواړه هېوادونو تخنیکي تیمونه په کار بوخت دي، چې له بشپړیدو وروسته به په رسمي توګه لاسلیک شي.
نورالدین عزیزي زیاتوي؛ د هېواد له شمالي ولایتونو به روسیې ته د صادراتو د پیل لپاره هم یو ځانکړی مرکز جوړ شي، چې د روسیې مارکیټونو ته د افغان توکو لیږل پیل شي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارسمبالی وايي، په افغانستان او روسیه کې ډېري بانکونه تر بندیزونو لاندې دي او پیسې د درېیم هېواد له لارې لېږدول کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې ګام هرکلی کوي او زیاتوي، چې د سوداګریزو تړونونو له لاسلیک سره به په هېواد کې د لومړنیو توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راشي.
نوموړي ویلي: مونږ الحمدلله له روسيې سره خورامهم اوګټور بحثونه لرل مونږ ته مهمه ده، چي له روسیې سره اقتصادي اړیکي پراخې کړو او مونږه به د نفتي توکو او غنمو په پرخه کې یوه رسمي هوکړه تر سره کړو.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روسیې پر ډېرو بانکونو بندیزو نه له دغه هېواد څخه افغانستان ته د تېلو لېږد ستونزمن کړی او له همدې کبله د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري کمه شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، که له روسیي سره د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه وشي؛ نو ښايي د هېواد په مارکیتونو کې مو د نفتي او لومړنیو توکو قیمتو نه راټیټ شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: زمونږ لپاره لپخوا راپدیخوا له روسيې سره اقتصادي اړیکي د رلودي او که اسلامي امارت وتوانیږي، چې له روسانو سره اقتصادي اړیکي پیاوړې کړي دا به د افغانستان لپاره زیاته مهمه وي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم پدې باور دي، چې له روسیې سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا کولی شي افغانستان پر مارکیتونو او اقتصادي نظام مثبتې اغېزې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: مونږ ته دا مهمه ده، چې د نفتي او لومړنيو توکو په برخه کې د روسيې په څېر له یوه ستر تولیدوونکي هېواد سره اړیکي ولرو دا به زمونږ په مارکیت مثبت اغېز ولري.
بل لور ته یو شمېر هېوادوال له اسلامي امارته غواړي، چې د هېواد په مارکیتونو کې د قیمتونو د کنترول لپاره لاس په کار شي.
د کابل ښار اوسیدونکی عزیزالله وایي: مونږه ګورو په هېواد کې، چې کله قیمتونه لوړشي بیا هغه قیمتونه همداسې لوړ پاتي وي؛ له حکومته هیله لرو، چې دې ستونزې ته لاسرسی ومومي. دا مونږ ته ډېره ستونزمنه ده.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکي تمیم ویلي: کارو نشته؛ فقر ورځ تر بلي مخ پر زیاتېدو دی، حکومت اوس هم مارکیت ته فکر نشته ګار، تېل، اوړه او نور لومړني تو کې خورا زیات لوړ شوي، چې مونږ يې د رانیولو او پېرودلو وس او توان نلرو. هیله لرو، چې حکومت دې برخې ته پام وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه پدې باور ده، چې د روسیې توکي په ځانګړي توګه غنم اوغوړي د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه دي.
له روسیې سره د افغانستان سوداګري په کال کې دوه سوه میلیون ډالرو ته رسېږي او افغانستان ډېره برخه خورا کي توکي او تېل له منځنۍ آسیا څخه هېوادونو نه واردوي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
