تازه خبرونه
اسلامي امارت له ۴۰۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه لري – عبدالسلام حنفي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په خپلو درې امنیتي ادارو؛ دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو کې له ۴۰۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه لري.
عبدالسلام حنفي دا خبره د شنبې پر ورځ (د زمري۲۸) په دفاع وزارت کې له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۴ کلیزې د نمانځنې پر مهال وکړه.
هغه پر بشپړ ټینګار څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه چا ته نه ورکوي.
نوموړی وایي: مونږ د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه غواړو. البته، درناوی او اړیکې د دواړو خواوو څخه رامنځته کیږي. که څوک مداخله وکړي، نو مونږ دا خپل حق ګڼو، چې ورته ځواب ورکړو.
په دې مراسمو کې څرګنده شوه، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي، چې د دغو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبیر ويلي؛ د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې ته هیڅ ځای نشته؛ خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول بهرنۍ مداخلې پر وړاندې له خپل هېواده دفاع کوي.
مولوي عبدالکبیر وایي؛ اسلامي امارت له خپلو ګاونډيانو سره ښه تعامل لري او که کومه ستونزه رامنځته شوې وي؛ لکه له ايران سره د اوبو پر سر را پورته شوې لانجه، هغه به د خبرو له لارې حل کوي.
د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال دا هم ويلي؛ اسلامي امارت افغانستان په سیاسي ډګر کې له نړۍ سره سیال او له اقتصادي پلوه پر ځانبسیا کوي.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې نړۍ له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله چاره نهلري.
په دې وروستیو کې د پاکستان پخواني دفاع وزیر ویلي، که له افغانستان څخه پر پاکستان د برید په اړه اسناد پیدا کړي، اسلامآباد به له ځانه د دفاع لپاره له زوره کار واخلي.
د پاکستان پخوانی دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي وه؛ له چارسمبالي حکومته له پرلهپسې غوښتنو سره – سره، په پاکستان کې د پاکستانيو طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د دغو بریدونو زیاتره برخه د افغانستان له خاورې رامنځته شوي دي؛ چارسمبالی حکومت باید خپل مکلفیتونه پوره او اجازه ور نهکړي، چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي. که نه؛ نو پاکستان به د خپلې خاورې د دفاع حق ولري.
اسلامي امارت پر ځلونو څرګنده کړې، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نهده او هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ اسلامي امارت په دوحه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شوی، خو نړۍ او ځينې هېوادونه په بېلابېلو پلمو د خپلو هېوادونو د ستونزو له کبله د ملامتیا ګوته افغانستان ته نیسي.
سراج الدین حقاني له نړۍ غواړي، چې د زورچلندۍ پر ځای له افغانستان سره تعامل وکړي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي غونډې ته ویلي، چې خپلواکي او آزادي پر سرښندنو ساتل کیږي.
محمد یعقوب مجاهد ملت ته ډاډ ورکوي؛ اسلامي امارت له خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې افغانستان یو ځل بیا د جګړې، ناامنۍ او تیارو لوري ته ولاړ نهشي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد ویلي: مونږ هڅه کوو، چې د خپلواکیو د نورو ورځو د نمانځلو اړتیا رامنځته نهشي.
هغه وایي: الله تعالی دې په افغانستان کې سوله او امنیت راولي او دا نظام، چې په افغانستان کې حاکم دی؛ تلپاتې شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په تېرو حکومتونو نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره یې قربانۍ ورکړې؛ خو د اقتدار خاوندان نهشول او افغانستان د بې دینې پر لوري حرکت وکړ او له فکري پلوه د بهرنیانو تر اغېزې لاندې پاتې شول.
په دې اړه د اسلامي امارت په اعلامیه کې څرګنده شوې؛ افغانستان دا د خپل ځان لپاره لوی ویاړ ګڼي، چې په یوه پېړۍ کې یې په پرلهپسې توګه درې امپراطورۍ؛ انګلستان، شوروي اتحاد او امریکا مات او له هېواده ایستلي؛ خو اوس د اسلامي شريعت له مخې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره پر سالمو اړيکو باور لري.
تازه خبرونه
د ټرمپ حکومت له افغانانو ملاتړ پروګرام پای ته رسوي
د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.

د ټرمپ حکومت د لنډمهاله ملاتړ پروګرام، چې له افغانستان څخه زرګونو خلکو ته یې خوندي ایستل وړاندې کول؛ پای ته رسوي.
د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.
د TPS پروګرام مهاجرینو ته اجازه ورکوي، چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو مسلو له کبله خپلو هېوادونو ته ستنېدا یې خوندي نده؛ نو د ایستلو پرمهال لنډمهاله معافیت او د کار جواز ترلاسه کوي.
د فډرالي احصائیو له مخې؛ د تېر کال پر پرتله له ۸ زره څخه ډېر افغانان د TPS لپاره تائید شوي دي.
TPS د وروستی ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره تمدید شو او ټاکل شوې وه، چې په می کې پای ته ورسیږي؛ خو که د ټرمپ حکومت یې د بل تمدید پرېکړه ونکړي.
AfghanEvac هغه ډله ده، چې د افغانانو په ځای پر ځای کولو کې مرسته کوي. دې ډلې په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دا پرېکړه د منلو نده او څپهییزې اوږدمهاله اغېزې به ولري.
تازه خبرونه
کورني پانګوال د حاجیګک په اوسپنې کان کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه کوي
دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوهویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.

یو شمېر کورنیو پانګوالو اعلان کړی، چې غواړي د حاجیګک د اوسپنې کان د یو بلاک د سپړلو او کېندنې لپاره په ۳ پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوهویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.
د دغو پانګوالو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به له یوه بهرني شرکت سره په ګډه او مسلکي توګه پلي شي.
د کانونو پر کېندنې سربېره په هېواد کې د اسفنجي اوسپنې د پروسس کولو لپاره یوه کارخونه هم جوړیږي، چې له نړیوالو معیارونو سره سم او د پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو به فعالیت وکړي.
دا کارخونه به د ورځني د اسفنجي اوسپنې د ۹ زره ټنو د پروسس ظرفیت ولري او د شمس اوسپنې په انګټونو کې به یې تولید د هېواد کورني اړتیاوې پوره کړي. همدارنګه دا پروژه به په مستقیم ډول د ۶ زره کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.
ملا عبدالغني برادر د دې پلان د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. هغه د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې له پانګوالو سره ګډ کار وکړي او د پرمختګ راپورونه وړاندې کړي.
تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور د اسلامي امارت د پلاوي پر مشرۍ د انرژۍ په پېنځمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.
د دې کنفرانس موخه د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا، د انرژۍ په ګډو پروژو کې د پانګونې راجلبول، د تجربو تبادله او د شنې ټکنالوژۍ وده ده.
تمه ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې عبداللطیف منصور د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د انرژۍ سرچینو مدیریت په برخه کې د بریالیو نړیوالو تجربو پر کارولو ټینګار وکړي.
په دې نړیواله غونډه کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې او همدارنګه د نړیوالې اټومي انرژۍ بنسټونه او نړیوال بانک په څېر ادارو استازي هم برخه ولري.
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
نړۍ1 day ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
یو شمېر افغان کدرونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې لپاره چین ته لیږل شوي – د ایم سي سي مشر
-
لوبی5 days ago
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک
-
تازه خبرونه3 days ago
هند پر افغانستان برید کړی؛ خو هند یې ردوي – پاکستان
-
سوداگري21 hours ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
تازه خبرونه1 day ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا