Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت له ۴۰۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه لري – عبدالسلام حنفي

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په خپلو درې امنیتي ادارو؛ دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو کې له ۴۰۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه لري.

عبدالسلام حنفي دا خبره د شنبې پر ورځ (د زمري۲۸) په دفاع وزارت کې له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۴ کلیزې د نمانځنې پر مهال وکړه.

هغه پر بشپړ ټینګار څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه چا ته نه ورکوي.

نوموړی وایي: مونږ د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه غواړو. البته، درناوی او اړیکې د دواړو خواوو څخه رامنځته کیږي. که څوک مداخله وکړي، نو مونږ دا خپل حق ګڼو، چې ورته ځواب ورکړو.

په دې مراسمو کې څرګنده شوه، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي، چې د دغو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبیر ويلي؛ د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې ته هیڅ ځای نشته؛ خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول بهرنۍ مداخلې پر وړاندې له خپل هېواده دفاع کوي.

مولوي عبدالکبیر وایي؛ اسلامي امارت له خپلو ګاونډيانو سره ښه تعامل لري او که کومه ستونزه رامنځته شوې وي؛ لکه له ايران سره د اوبو پر سر را پورته شوې لانجه، هغه به د خبرو له لارې حل کوي.

د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال دا هم ويلي؛ اسلامي امارت افغانستان په سیاسي ډګر کې له نړۍ سره سیال او له اقتصادي پلوه پر ځان‌بسیا کوي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې نړۍ له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله چاره نه‌لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان پخواني دفاع وزیر ویلي، که له افغانستان څخه پر پاکستان د برید په اړه اسناد پیدا کړي، اسلام‌آباد به له ځانه د دفاع لپاره له زوره کار واخلي.

د پاکستان پخوانی دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي وه؛ له چارسمبالي حکومته له پرله‌پسې غوښتنو سره – سره، په پاکستان کې د پاکستانيو طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د دغو بریدونو زیاتره برخه د افغانستان له خاورې رامنځته شوي دي؛ چارسمبالی حکومت باید خپل مکلفیتونه پوره او اجازه ور نه‌کړي، چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي. که نه؛ نو پاکستان به د خپلې خاورې د دفاع حق ولري.

اسلامي امارت پر ځلونو څرګنده کړې، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌ده او هیچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ اسلامي امارت په دوحه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شوی، خو نړۍ او ځينې هېوادونه په بېلابېلو پلمو د خپلو هېوادونو د ستونزو له کبله د ملامتیا ګوته افغانستان ته نیسي.

سراج الدین حقاني له نړۍ غواړي، چې د زور‌چلندۍ پر ځای له افغانستان سره تعامل وکړي.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي غونډې ته ویلي، چې خپلواکي او  آزادي پر سرښندنو ساتل کیږي.

محمد یعقوب مجاهد ملت ته ډاډ ورکوي؛ اسلامي امارت له خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې افغانستان یو ځل بیا د جګړې، ناامنۍ او تیارو لوري ته ولاړ نه‌شي.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد ویلي: مونږ هڅه کوو، چې د خپلواکیو د نورو ورځو د نمانځلو اړتیا رامنځته نه‌شي.

هغه وایي: الله تعالی دې په افغانستان کې سوله او امنیت راولي او دا نظام، چې په افغانستان کې حاکم دی؛ تلپاتې شي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په تېرو حکومتونو نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره یې قربانۍ ورکړې؛ خو د اقتدار خاوندان نه‌شول او افغانستان د بې دینې پر لوري حرکت وکړ او له فکري پلوه د بهرنیانو تر اغېزې لاندې پاتې شول.

په دې اړه د اسلامي امارت په اعلامیه کې څرګنده شوې؛ افغانستان دا د خپل ځان لپاره لوی ویاړ ګڼي، چې په یوه پېړۍ کې یې په پرله‌پسې توګه درې امپراطورۍ؛ انګلستان، شوروي اتحاد او امریکا مات او له هېواده ایستلي؛ خو اوس د اسلامي شريعت له مخې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره پر سالمو اړيکو باور لري.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!