تازه خبرونه

اسلامي امارت مو د تروریستي بریدونو یو شمېر عاملین نیولي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: وږی ۹, ۱۴۰۲)

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني پرون (چارشنبه د وږي ۸ ) یوې خبري ناستې ته څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر هغه کسان نیولي، چې د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې ښکېل ول.

نوموړي زیاته کړې، چې د داعش وسله‌والو د نیول کېدو په اړه پاکستانيو چارواکو ته خبر ورکړ شوی؛ خو تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان داون نیوز راپور ورکړی، چې نوموړي دا خبرې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پولې هاخوا د ترهګرۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

دغه لنډمهالي پاکستاني وزیر د شکمنو کسانو د هویت او له پاکستانيو طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو سره یې د تړاو په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل د افغانستان له خاورې څخه د وسله‌والو؛ په ځانګړي توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د بریدونو ادعا کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت تل رد کړې او ویلي یې دي؛ هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه‌کړ شي، چې د افغانستان خاوره پر بل چا او سیمې د بریدونو لپاره وکاروي.

Trending

Exit mobile version