تازه خبرونه

اسلامي امارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته استازی ټاکلی

Published

on

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د افغان سفارت د چلولو لپاره استازی ټاکلی دی.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ سردار محمد شکېب مشهور پر موسی فرهاد په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی او د سفارت چارې به سمبال کړي.

سردار محمد شکیب په کندهار ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشر په توګه هم کار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې دا اقدام به افغان سفارت ته اجازه ورکړي، چې د قونسلګرۍ دندې او چارې ترسره کړي.

راپورپه ډاګه کړې، چې د کویټې او پېښور کونسلګریو د چلولو لپاره یې هم چارواکي لېږلي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان وروستی سفیر څو میاشتې مخکې له هغې وروسته د غني فراري حکومت کابل ته راغوښتی و، چې لور یې په اسلام آباد کې تښتول شوې وه.

راپور دا هم په ډاګه کړې،  چې په قطر او متحده عربي اماراتو کې د افغان ماموریتونو لپاره هم ورته ترتیبات نیول شوي دي.

اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی.

Trending

Exit mobile version