تازه خبرونه
ملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامجار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د خوراکي او اړینو توکو په پېرلو کې د افغانستان کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامجار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.
د هرات والي کډوالو د راستنېدا په لومړۍ څپه کې د ملګرو ملتونو د ادارو له همکارۍ ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د کډوالو د نوي څپې په صورت کې سیمهییزه اداره د دوی اړتیاوو ته د رسېدا لپاره چمتو ده.
اسلامجار د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صنعتي محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو موندلو لپاره له نړیوالو ادارو سره د همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د بانکي محدودیتونو لرې کولو د ویزې د صادرولو آسانتیا او د خصوصي سکټور او سوداګرو لپاره د انلاین خدماتو غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې انډریکا راتواټه د هرات والي د نظرونو او وړاندیزونو د هرکلي ترڅنګ ډاډ څرګند کړ؛ ملګري ملتونه به په راتلونکي کې هڅه وکړي، چې له افغان تولیداتو څخه اړین توکي واخلي او په بېلابېلو سکټورونو کې به له سیمهییزې ادارې سره خپله همکاري روانه وساتي.
تازه خبرونه
د اقتصاد وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د پراختیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د اقتصاد وزارت ویلي، دینمحمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو لهخوا د اسلامي امارت پررسمیتنهپېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره په لیدنه کې د پراختیايي همکاریو پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د پراختیايي پروژو پر پلي کېدا خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت ویلي، دینمحمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو لهخوا د اسلامي امارت پررسمیتنهپېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.
نوموړي د اقلیمي بدلونونو او د کډوالو پراخه راستنېدنه هم پر خلکو د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدا لاملونه بللي او ټینګار کوي، چې راستنېدونکو ته د سرپناه برابرول، د سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول لومړیتوبونه دي.
هغه زیاته کړې، چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کول د کارموندنې، د کورنیو عوایدو زیاتوالي، د بېوزلۍ کمولو او پرلهپسې اقتصادي ودې زمینه برابرولی شي.
دغه راز تورهان صالح د تېرو پنځه کلونو په بهیر کې د افغانستان له اقتصادي لاستهراوړنو ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د دغه پروګرام استازي د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د اوبو د کوچنیو بندونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د پیل، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټور د ملاتړ په برخو کې هم د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي وړتیاوو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په افغانستان کې د پرلهپسې پرمختګ د ملاتړ لپاره د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه اتحاد کولی شي د اسلامي نړۍ د ستونزو، د افغانستان، ایران، کشمیر او غزې د مسایلو په اواري کې مرسته وکړي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق ويلي، د سعودي عربستان، ایران، پاکستان او ترکیې ترمنځ اتحاد کولی شي په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت او د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو د ستونزو په اواري کې اغېزناک رول ولوبوي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه اتحاد کولی شي د اسلامي نړۍ د ستونزو، د افغانستان، ایران، کشمیر او غزې د مسایلو په اواري کې مرسته وکړي.
سراج الحق ټینګار کړی، چې اسلامي هېوادونه باید له لفظي څرګندونو ورهاخوا عملي ګامونه پورته کړي، چې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي، تر ظلم لاندې مسلمانان خوندي کړي او د اسلامي نړۍ ګډې ستونزې حل کړي.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د ګډو مسوولیتونو د ترسره کولو او د فلسطین د آزادۍ لپاره د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سعودي عربستان، ایران، ترکیې او پاکستان لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په تهران کې سره ولیدل.
تازه خبرونه
افغانستان په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سېشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشهيي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي؛ ځکه، چې په بلوچستان کې کرل شوي او پروسس شوي نشهيي توکي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سېشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشهيي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.
هغه ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي نشهيي توکي ټیټ کیفیت لري او د انسانانو روغتیا ته جدي ګواښونه پېښوي.
قانع له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #بلوچستان #نشهييتوکي #کوکنار #قاچاق
-
لوبی2 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی4 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
لوبی3 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
لوبی3 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي
-
Opinion3 days agoد چین کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د شلمې دورې د پېنځمې عمومي غونډې په اړه هر اړخیزه تبصره
-
تازه خبرونه2 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
-
لوبی2 days agoعینو مېنه عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه
