تازه خبرونه
اسلامي رفاه بنسټ د افغان- پاکستان کړکېچ د کمېدا او بېځایه شویو ته د مرستو غوښتنه وکړه
اسلامي نړیوال خیریه بنسټ څرګنده کړې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړې له زیاتېدا سره خلک او کورنۍ اړ کیږي، چې له خپلو کورونو ووځي.
بریټانیا میشت اسلامي نړیوال خیریه بنسټ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه کړې او خبرداری ورکوي، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره به بشري ناورین رامنځته او د لسګونو زره ملکي وګړو د بې ځایه کېدا لامل شي.
اسلامي نړیوال خیریه بنسټ څرګنده کړې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړې له زیاتېدا سره خلک او کورنۍ اړ کیږي، چې له خپلو کورونو ووځي.
دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې اوس هم ډېری بې ځایه شوې کورنۍ په سختو شرایطو کې ژوند کوي؛ سرپناه، خواړو او اړینو خدمتونو ته لږ لاسرسی لري.
دا نړیوال خیریه بنسټ وایي: «اوس هم زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه تش لاس تښتیدلي؛ سرپناه او خواړو ته سخته اړتیا لري، ټولې کورنۍ د لویانو او کوچنيو ماشومانو په ګډون تر شنه اسمان لاندې ویده کیږي.»
یاد بنسټ له ټولو خواوو غوښتي، چې اوربند بیا پیل کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله له ۱۱۵زره ډېر افغانان بې ځایه شوي او سلګونه ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.