تازه خبرونه
افغانان له پاکستان څخه په ډېر بد وخت کې ستنېدو ته اړ شول – د خواړو نړیوال پروګرام
د افغانستان لپاره د خواړو نړیوال پروګرام رییس ويلي، افغانان د کال په خورا بد وخت کې له پاکستان څخه کډه ولو ته اړ شوي او اوس د ژمي په سړه هوا کې د اوسېدلو لپاره ځای نهلري.
مېرمن شاوي لي ویلي، چې راستانه شوي کډوال نه یوازې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، بلکې په افغانستان کې د خپل ژوند د بیا جوړونې لپاره هم مرستې ته اړ دي.
د خواړو نړیوال پروګرام د ژمي له رارسېدو سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغان کډوال د کال په تر ټولو بد وخت کې له پاکستان کډه کوي او اوس د ژمي په سړه هوا کې د اوسیدلو لپاره ځای نهلري.
په افغانستان کې د دې ادارې استازې او مشرې شاوي لي ويلي، چې تر اوسه يې له ٢٥٠ زره څخه زياتو خلکو سره مرسته کړې او له يوميليون ډېر کسان مرستو ته اړتيا لري.
په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشره شاوي لي وایي: هغوی اړ شول، چې په خورا بد وخت کې افغانستان ته ستانه شي. هر یو، چې ما ولیده هغه ویل؛ دوی نه پوهیږي، چې څنګه په دې سخت ژمي کې ژوند وکړي. ډېرۍ هغه میرمنې، چې له پاکستان څخه راستانې شوي له خپلو میړونو پرته شړل شوي او خاوندان یې د پاکستانيو پولیسو له خوا نیول شوي او بندیان دي. د دې کډوالو لپاره هیڅ د ارام غېږه نشته. دغه راز له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال هم د پاکستانيو ځواکونو له چلنده شکایت کوي او وايي، چې دا بهیر باید ودرول شي او یا هم پاکستان پرېږدي، چې کډوال خپلې پیسې هم انتقال کړي.
که څه هم تمه وه، چې د دې پروسې د درولو لپاره به د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې وشي؛ خو ظاهراً پاکستان چمتو نهدی، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او اسلامي امارت هم وايي، چې له راستنېدونکیو کډوالو سره پوره مرسته کوي.
پاکستان د نوامبر پر لومړۍ نېټه د اووه میلیون بېاسنادو افغان کډوالو د لسمې برخې د ایستلو بهیر پیل کړ او د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغو ټولو کډوالو ایستل به دوه میاشتې وخت ونیسي. دا مهال له پاکستان څخه شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
تازه خبرونه
په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سېشنبه د سلواغې دوهیمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ويلي، چې په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سېشنبه د سلواغې دوهیمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
محمد اکبر حقاني وايي: "دغه چینایي وګړی له خپل ژباړونکی سره پرته له دې، چې دفتر او د دفتر امنیتي چارواکي خبر کړی؛ پر نامعلوم لوري روان شوي دي. له بده مرغه چینایي وګړی د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی."
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د نوموړي ژباړونکي ته زیان ندی رسیدلی.
حقاني ويلي، چې پوليسو په دې اړه خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.
د راپورونو له مخې، چینایي وګړي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.
تازه خبرونه
تحول: د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
تازه خبرونه1 day ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه1 day ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ1 day ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ3 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول