سوداگري

افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر نویو لارو خبرې وکړې

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان د سرخان‌دریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې وکړې.

دغه غونډه د ازبکستان د ترمذ ښار د نړیوال سوداګرۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې د ازبکستان او چین د لوړپوړیو چارواکو ترڅنګ د بلخ والي محمد یوسف وفا، په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازي یې برخه‌وال ول.

نورالدین عزیزي په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا نوي پړاو ته داخل شوی او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل سفرونه، سوداګریزې غونډې او د خصوصي سکټور ترمنځ هوکړې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

عزیزي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو او د سیمې د نښلونې او د ختیځې، منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نویو سوداګریزو ځنځیرونو په رامنځته کولو کې مهم هېواد وباله.

هغه د افغانستان صادراتو ته د چین بازار د ډېرو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د ازبکستان له سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو څخه پر ګټې اخیستنې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو د بازارونو له لارې باید د افغانستان صادراتي توکو ته د لېږد زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ افغانستان د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشین‌سازۍ، تولید او اقتصادي بېخبناوو په برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو د پانګونې لپاره چمتو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اومه توکو پروسس او ګډې پانګونې کولی شي د سیمې هېوادونو ته د اوږدمهاله او متقابلو ګټو زمینه برابره کړي.

دغه راز د بلخ والي محمد یوسف وفا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ښو او دوستانه اړیکو سربېره په بلخ کې د پانګونې پر فرصتونو او د سراسري امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د غونډې په څنډه کې نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو له نندارتونه هم لیدنه وکړه.

Trending

Exit mobile version