تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ترجیحي سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ
دې وزارت د چارشنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا تړون د اسلامي امارت د پلاوي د مشر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف ترمنځ لاسلیک شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د تاشکند د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون لاسلیک شو.
دې وزارت د چارشنبې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا تړون د اسلامي امارت د پلاوي د مشر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف ترمنځ لاسلیک شو.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا تاریخي سند د تعرفو کمولو، د سوداګریزو خنډونو لرې کولو، د دواړو هېوادونو بازارونو ته د توکو لاسرسي آسانه کولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچې لوړولو لپاره زمینه برابروي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون لاسلیک کول د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې یو بنسټیز بدلون دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا تړون به نه یوازې د تعرفو خنډونه کم کړي او دوه اړخیزه سوداګرۍ به آسانه کړي، بلکې له دې سره به د صادراتو پراختیا، د کارموندنې زیاتوالي، د صنعتونو پیاوړتیا او دوامداره اقتصادي ودې لپاره نوې دروازې پرانیستل شي.
په دې ناسته کې د سوداګرۍ، صنعت، کرنې، لوژستیک او ظرفیت جوړونې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د عمل ګډ پلان لاسلیک شو.
د دې سندونو لاسلیک د اقتصادي اړیکو د ژوروالي، د خصوصي سکټور د ملاتړ، پانګونې هڅولو او د سیمهییزې سوداګرۍ د دوامداره پراختیا پر لوري یو اړین ګام دی.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د پخوانیو ژمنو د تعقیب او پلي کولو او د اقتصادي همکارۍ د نورې پراختیا، د سوداګرۍ آسانتیا، ګډې پانګونې، د صادراتو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د اوږدمهاله همکارۍ لپاره د عملي زمینو د رامنځته کولو لپاره پر ډاډمنو هڅو ترسره کولو ټینګار وکړ.
