سوداگري
افغانستان او قزاقستان د سیمه ییزو تولیداتو د ودې لپاره ګډ نندارتون جوړوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې د قزافستان په نندارتون کې د هېواد تولیدات او محصولات په منظم ډول نندارې ته وړاندې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت تویت کړی، چې د نندارتونونو جوړول د هېواد خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې ښه فرصت دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د قزاقستان په جوړیدونکې نندارتون کې د افغان صنعت کارانو او تولیدوونکیو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
یاد وزارت وايي، چې په دې نندارتون کې به د افغانستان کورني تولیدات په منظم ډول نندارې ته وړاندې شي.
د خصوصي سکتور غړي هم څرګندوي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه ورته تر ټولو ښه مارکیت دی او له صنعت اوسوداګرۍ وزارته غوښتنه کوي، چې په داسې نندارتونونو کې د خصوصي سکتور ګډون لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي.
دې پانګوالو، چې په افغانستان کې میلیونه دالر پانګونه کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې په نورو هېوادونو کې د نندارتونو جوړیدو لپاره هڅې چتکې کړي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: زما له نظره د افغان تولیدوونکیو لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو په مارکیتونو کې فروشات زیات مهم دي او په دې نندارتون کې د هېواد د تولیداتو برخه اخستنه خورا مهمه بولي او زیاتوي، چې مونږ کولی شو خپل تولیدات په کې نندارې ته وړاندې کړو.
د اقتصادي چارو کارپوهانو باور هم دادی، چې د هېواد د تولیداتو لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو په مارکیتو نو کې خورا لوړ ظرفیت شتون لري او د صنعت او سوداګرۍ له وزارته هیله لرو، چې په دې فرصتونو کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ډېرې هڅې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کارکړ وایي: زما له نظره د قزاقستان په ګډون د ټولې منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د هېواد د اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه ده. باید له داسې چانسونو څخه په لوړه کچه ګټه پورته شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې نندارتون کې د ګډون لپاره تابیاوې نیول شوي دي او په دې نندارتونو کې به د افغان کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي، چې له دې کار سره به د افغانستان تولیداتو لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو په مارکیتونو کې بازار موندنه هم وشي.
سوداگري
افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.
دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
سوداگري
د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.
د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.
د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمهییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنېپټلۍ له خطر سره مخ کوي.
د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونهرسیږي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
