تازه خبرونه
افغانستان او هند د طبي توکو او درملو د تولید او برابرولو پر پیاوړتیا خبرې پیل کړې
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په ممبۍ کې د کیفیت د څارنې له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال د هغو درملو او خوراکي توکو د آزمون بهیر وکتل شو، چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي هند ته د سفر پر مهال په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د څارنې له یوه خصوصي لابراتوار او د ګجرات ایالت له څو هغو کارخونو لیدنه وکړه، چې طبي وسایل، خوراکي توکي او د طبي محصولاتو اومه توکي تولیدوي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په ممبۍ کې د کیفیت د څارنې له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال د هغو درملو او خوراکي توکو د آزمون بهیر وکتل شو، چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کیفیت د څارنې، د لابراتوار له تخنیکي وړتیاوو د ګټې اخیستنې او د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د هوکړې له مخې؛ هندي لابراتوار به افغان لوري ته د همکاریو داسې بشپړه طرحه وړاندې کړي، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د ګډو همکاریو د څرنګوالي د روښانه کولو لپاره تخنیکي ناستې ترسره شي.
دغه راز یاد لابراتوار د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی او د عامې روغتیا وزارت به هم اړین معلومات دې مرکز ته وړاندې کړي.
د دې سفر په بله برخه کې د عامې روغتیا وزارت پلاوي د ګجرات ایالت د طبي وسایلو له یوې تولیدي کارخانې، د خوراکي توکو له یوې لویې تولیدي کارخانې او د طبي محصولاتو د اومو توکو له یوې تولیدي کارخانې لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو پر مهال د تولیدي بهیر، تخنیکي وړتیاوې، د ټکنالوژۍ کارونه او د کیفیت د معیارونو مراعاتول وکتل شول. همدارنګه، د معیاري طبي وسایلو، خوراکي توکو او د طبي محصولاتو د اومه توکو د تولید او برابرولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له شته وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت وایي؛ د شوې هوکړې له مخې به هندي کارخانې د خپلو تولیدي محصولاتو تفصیلي نوملړ له افغان لوري سره شریک کړي، چې د اړتیاوو له ارزونې وروسته د باکیفیته او معیاري محصولاتو د مناسبې بیې په بدل کې د برابرولو زمینه برابره شي.
دغه راز د تجربو او ټکنالوژۍ د لېږد او په افغانستان کې د طبي وسایلو د تولید د زمینې د ارزونې لپاره، د طبي وسایلو د تولیدي کارخانې مسوولانو ته د سفر بلنه ورکړ شوې ده.
دا لیدنې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د سیمې هېوادونو له تخنیکي او تولیدي وړتیاوو څخه پر ګټه اخیستنه د باکیفیته او معیاري درملو، طبي وسایلو او طبي توکو ته د لاسرسي زمینه نوره هم پیاوړې کړي.