لوبی
افغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
هندي رسنیو راپور ورکړی؛ افغانستان به ښایي په ډیلي کې راروان سپټمبر د هند پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو کوربهتوب وکړي.
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
افغانستان دا مهال د هند پر وړاندې د یوې ټسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې روانه میاشت ترسره شي.
افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د نړیوالو سیالیو لپاره د هند او متحده عربي اماراتو لوبغالي د خپلو کورنیو ډګرونو په توګه کارولي دي.
لوبی
هارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی هارډیک پانډیا د ورون د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې د یوورځنیو نړیوالو سیالیو له لوبلړۍ بېبرخې شوی دی.
پانډیا ته د ورون ټپ هغه مهال رامنځته شو، چې د ملا له پخواني ټپه رغېدلی و او د لوبو ډګر ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړ شوې وه.
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پانډیا په بنګلور کې د بدني چمتووالي د آزموینو پر مهال له نوي ټپ سره مخ شوی دی. ویل کېږي، نوموړی هغه مهال ټپي شوی، چې د بیاپیاوړتیا لپاره یې په روزنه او بدني آزموینه کې توپ اچاوه.
راپورونه ښیي، چې دغه ټپ به نوموړی د څو اوونیو لپاره له لوبو لرې وساتي؛ له همدې کبله به د افغانستان پر وړاندې په هغو درې یوورځنیو سیالیو کې برخه وانخلي، چې د شنبې پر ورځ په درمسالا ښار کې پیلېږي.
د پانډیا نهشتون د هند لوبډلې ته لویه تشه ګڼل کېږي، ځکه نوموړی د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې د دې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دی.
لوبی
هند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د پنجاب ایالت د نیو چندیګړ په سیمه کې د افغانستان پر وړاندې ټسټ سیالي د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو پر توپیر وګټله او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدا ۵۶۴ منډې جوړې کړې.
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ او په دوهیمه پاڼۍ کې ۱۱۲ منډې وکړې.
د لوبې ستوری د هند ۲۲ کلن توپ اچوونکی ماناو سوټر و، چې په خپل لومړۍ ټسټ لوبه کې غوره وځلېد. هغه د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې د ۳۳ منډو په بدل کې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
سوټر په خپلو ویکټو کې رحمت شاه هم وسوځاوه، چې د افغانستان لپاره یې تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان په دوهیمه پاڼۍ کې ښه پیل وکړ؛ صدیقالله اتل ۴۲ منډې وکړې، خو د هند توپ اچوونکو د مقاومت اجازه ورنهکړه.
واشنګټن سنډر ۴ ویکټې د ۳۶ منډو په بدل کې واخیستې او کولډیپ یاډاو ۳ ویکټې د ۳۰ منډو په بدل کې ترلاسه کړې. محمد سراج هم یوه مهمه ویکټه واخیسته.
په پای کې هند د درېیمې ورځې له پای ته رسېدا مخکې خپله بریا یقیني کړه او لوبه یې پر لوی توپیر پخپل نوم کړه.
دا د منډو د توپیر له مخې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د هند یوه له لویو بریاوو ده، چې ورپر برخه شوه.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
-
International Sports2 days agoمکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران هرمز تنګي ته نږدې د بریدونو په غبرګون کې د امریکا سیمهییزې پوځي اډې وویشتلې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا د ایران د وسلو له پروګرام سره تړلي کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
سوداگري4 days agoد افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ته په ازبکستان کې له امریکايي پانګوالو سره د لیدنې بلنه ورکړ شوه
-
لوبی4 days agoهارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
-
نړۍ5 days agoد جرمونو نړیوالې محکمې د لوی څارنوال دنده وځنډېده؛ وروستۍ پرېکړه به غړي هېوادونه کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد کډوالو د بېرته ستنېدونکو لپاره د مرستو راټولولو او وېش د پلاوي کړنلاره توشیح شوه
