سوداگري
افغانستان ته د هګیو چرګانو په صادراتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی – ایران
ایراني چارواکو د اسلامکلا له پولې افغانستان ته د هګیو چرګانو په صادراتو کې د ۱۵ سلنې له زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د خراسان رضوي ولایت په تایباد کې د حیواني طب د رییس له څرګندونو راپور ورکړی، چې د روان کال له وري حخه د سلواغې تر پایه افغانستان ته نږدې ۱۴۸ زره د هګیو چرګان صادر شوي دي.
د حیواني طب رییس آذریان زیاته کړې؛ سږ کال د هګیو چرګانو په صادراتو کې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ١٥ سلنه زياتوالى راغلى دى.
نوموړی وایي؛ په همدې موده کې د اسلامکلا بندر له لارې افغانستان ته درې زره دوه سوه ټنه هګۍ هم صادرې شوي، چې د تېر کال پر پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
هغه افغانستان ته د ۴۷۰زره چرګوړو صادراتو ته په نغوته کې ویلي، چې سل په سلو کې حیواني او حیواني محصولات د اسلام کلا له لارې هرات ته صادریږي.
آذریان دغه راز څرګندوي؛ په ۱۴۰۲ ل. ل کال کې له افغانستان څخه د ایران له لارې ترکیې ته درې زره او ۱۸ ټنه د غویی پوستکي په ۱۵۱ جوپو کې لېږدول شوي دي.
ویل کیږي، چې له افغانستان څخه چین او ترکیې ته څلورزره ۳۵۰ ټنه د پسونو وړۍ هم رالېږدول شوي دي.
سوداگري
افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.
دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
سوداگري
د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.
د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.
د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمهییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنېپټلۍ له خطر سره مخ کوي.
د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونهرسیږي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی5 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
