تازه خبرونه

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو ژغورنې ته اړ دی- مطیع الحق خالص

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص تېره ورځ د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې د افغانستان د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو د دې ادارې ځنډول شویو چاپېریالي پروژو؛ لومړیتوبونو او نړیوال تعامل هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو په ایکس پاڼه کې کابل ته د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت د چارسمبالي رابرټ ډیکسن له راتګ او ورسره پر اقلیمي اغېزو له هر اړخیزو خبرو خبر ورکړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص تېره ورځ د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې د افغانستان د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو د دې ادارې ځنډول شویو چاپېریالي پروژو؛ لومړیتوبونو او نړیوال تعامل هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

هغه ویلي: اقلیمي بدلون یوه نړۍواله پدیده ده، چې افغانستان ترې ډیر زیات اغیزمن شوی؛ د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه بشري ټولنې، حیوانات او نباتات زیانمن شوي، چې له بده مرغه نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او په دې اړه پوره همکاري نده شوې.

د افغانستان لپاره د انګلستان چارسمبالي رابرټ ډیکسن ژمنه وکړه، چې د چاپېریالي او اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ستونزې به د ملګرو ملتونو د تعهداتو په نظر کې نیولو سره د تاثیرګذاره هېوادونو له استازو ته ورسوي.

دواړو لوریو د افغانستان اوسنی وضعیت د تعامل او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت وباله او یو باثباته او پرمختللی افغانستان یې د سیمې او نړۍ اړتیا یاده کړه.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د اقلیمي بدلون پر ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او هیله  څرګنده شوه، چې بشري موضوعات سیاسي نشي.

Trending

Exit mobile version