تازه خبرونه

افغانستان د سترو پانګونو د جذبولو لپاره چمتو دی – زلمی خلیل‌زاد

خلیل‌زاد په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي دلتا شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دغه تړون ښيي؛ افغانستان تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره چمتو شوی دی.

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چې افغانستان د سترو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی او د سعودي عربستان له نفت او ګاز شرکت سره نوی تړون د هېواد د اقتصاد لپاره یو مثبت پرمختګ بلل کېږي.

خلیل‌زاد په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي دلتا شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دغه تړون ښيي؛ افغانستان تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره چمتو شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان له ډېره وخته راپدېخوا د منځنۍ آسیا د پراخو سرچینو او د سویلي آسیا د لویو او مخ پر پراختیا بازارونو ترمنځ د یوه ځمکني پُل په توګه مطرح شوی دی.

د خلیل‌زاد د څرګندونو له مخې؛ افغانستان پخپله هم د پام وړ طبیعي سرچینې لري، چې د سیمې او نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کولی شي.

خلیل‌زاد دغه تړون« مثبت او هیله‌بښونکی پرمختګ» بللی او څرګندوي، چې افغانان له څو لسیزو جګړو وروسته اوس له پراخو اقتصادي اړتیاوو سره مخ دی.

هغه دواړو لوریو ته د دغه تړون له کبله مبارکي ورکړې او خوښ دی، چې د افغانستان د پانګونې د راتلونکي لپاره د یوه اړین پرمختګ شاهد و.

Trending

Exit mobile version