Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د نړۍ د بېځایه کېدا له سترو بحرانونو سره مخ دی – ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.

خپور شوی

د

 

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د بېوزلۍ، وچکالۍ، زلزلو او د کډوالو د پراخه بېرته ستنېدا له کبله د نړۍ له سترو بېځایه کېدا له بحرانونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو، چې افغانستان ته یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر له پلاوي سره یوځای سفر کړی ویلي:« په افغانستان کې بحرانونه ډېر کم پر بېلابېله بڼه رامنځته کېږي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي، چې شاوخوا ۲۹ میلیون کسان کېږي، د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه‌لري.

دې ادارې ویلي، چې د کوربه ټولنو او بېځایه شویو کسانو د ملاتړ له لارې د هغوی د بیا رغونې او له بېرته ستنېدا څخه د تلپاتې رغېدا پړاو ته د رسېدا لپاره هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو دغو چارواکو د خپل سفر پر مهال په جلال‌آباد کې د زلزلې له زیانمنو شویو ټولنو او په دره سلطان کې د بیا رغونې له پروژو هم لیدنه وکړه. په دغو پروژو کې د سېلابونو پر وړاندې د ساتنې، د اوبولګولو د سیسټمونو د ښه‌والي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو چارې شاملې دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي اماني صندوق له لارې په کندوز او بغلان ولایتونو کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو د ملاتړ پروژې پلي کوي. په دغو پروژو کې د ماینونو پاکول، د بنسټیزو پروژو پلي کول او د سلګونو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه برابرول شامل دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اېچ سي آر) ویلي، چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې به له ۵۷۰ زره ډېر افغانان بیا مېشتېدا ته اړتیا ولري.

دې ادارې ټینګار کړی، چې د بیا مېشتېدا، زده‌کړو، کارموندنې او د کورنیو د بېرته یوځای کېدا د فرصتونو د پراخولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

تازه خبرونه

د جنوبي آسیا پوهنتون افغان زده‌کړیالانو ته بورسونه ودرول – ټایمز آف انډیا

د راپور له مخې، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کې‌کې اګروال ویلي؛ دا پرېکړه د بوټان له اعتراض وروسته شوې ده.

Published

on

 

ټایمز آف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د جنوبي آسیا پوهنتون د افغانستان له لوري د مالي ونډې د نه‌ورکړې له کبله افغان زده‌کړیالانو(محصلانو) ته د بورسونو ورکړه درولې ده.

د راپور له مخې، د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کې‌کې اګروال ویلي؛ دا پرېکړه د بوټان له اعتراض وروسته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: بوټان هېواد ټینګار کړی، چې په داسې حال کې افغان زده‌کړیالانو ته د بورسونو روان ساتل، چې افغانستان خپله مالي ونډه نه‌ده ورکړې؛ د هغو غړو هېوادونو پر وړاندې عادلانه نه‌ده، چې په منظم ډول خپله مالي ونډه ورکوي.

د هغو مالي اسنادو له مخې، چې ټایمز آف انډیا ترلاسه کړي؛ افغانستان له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راپدېخوا دې پوهنتون ته هیڅ مالي مرسته نه‌ده ورکړې او د دې هېواد وروستۍ ثبت شوې ورکړه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۳۰۷ زره ډالره وه.

د یاد پوهنتون رییس زیاته کړې، د اسلامي امارت له واکمنېدا راوروسته په دې تړاو هیڅ رسمي اړیکه نیول شوې نه‌ده.

هغه ویلي، چې هند د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت نه‌پېژني؛ نو، ځکه د دې موضوع د حل لپاره د رسمي اړیکو رامنځته کول هم ناشوني وه.

سره له دې، چې بورسونه درول شوي دي؛ خو یاد پوهنتون ویلي، که د افغان چارواکو هوکړه ترلاسه شي، چمتو دی افغان زده‌کړیالان په تېره ښځینه زدهکړ‌یالانو ته انلاین زده‌کړې برابرې کړي.

د جنوبي آسیا پوهنتون رییس کې‌کې اګروال زیاته کړې، که د افغانستان مالي ونډه د کوم غړي هېواد یا بلې ادارې له لوري ورکړ شي؛ نو افغان زدهکړ‌یالانو ته د بورسیو د بېرته پیل امکان هم شته.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د نوې دورې د جذب لپاره ۲۵ افغانانو د لیسانس او ۶۶ نورو د ماسټرۍ او ډوکتورا پروګرامونو ته غوښتنلیکونه سپارلي وه؛ خو په پای کې هیڅ افغان زده‌کړیال په دې پوهنتون کې نوملیکنه ونه‌کړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د کرکټ د ودې اغېزمن لوبغاړی شاپور ځدراڼ مړ شو

د هغه ورور او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دولت ځدراڼ د سې‌شنبې پر ورځ د خواخوږۍ او خواشینۍ په یوه پیغام کې لیکلي:« د خپل ګران ورور او ملګري شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی یم او د دې سترې ضایع د بیانولو لپاره هېڅ الفاظو د بیانولو وس نه‌لرم.»

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ‌اچوونکی شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرکټ په نړیوال پرمختګ کې یې مهمه ونډه لرله، له یوې سختې ناروغۍ وروسته د ۳۸ کلونو پر عمر د هند په یوه روغتون کې مړ شو.

د هغه ورور او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دولت ځدراڼ د سې‌شنبې پر ورځ د خواخوږۍ او خواشینۍ په یوه پیغام کې لیکلي:« د خپل ګران ورور او ملګري شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی یم او د دې سترې ضایع د بیانولو لپاره هېڅ الفاظو د بیانولو وس نه‌لرم.»

نوموړی د هموفاګوسیټیک لنفوهیسټیوسیټوزیس (HLH) نومې پر یوې مرګونې ناروغۍ اخته و او د روان کال له جنورۍ راپدېخوا د هند د نوي ډیلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و. که څه هم روغتیا ‌یې د لنډ مهال لپاره ښه شوې وه؛ خو وروسته یې ناروغي بېرته سخته شوه او یو ځل بیا روغتون ته ولېږدول شو.

ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لومړني نسل له مهمو لوبغاړو څخه و. هغه خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې ترسره کړه او وروستی ځل په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره ولوبېد.

نوموړي د افغانستان لپاره په ټولیز ډول ۸۰ نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې ۴۳ او په شل‌آوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۳۷ ویکټې اخیستې دي.

شاپور ځدراڼ درې ځله د شلآاوریز نړیوال جام برخه‌وال و او په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د هېواد د لومړي پنځوس‌آوریز نړیوال جام په لوبډله کې ولوبېدو.

د هغه د لوبې له تر ټولو یادګاري شېبو څخه یوه د ۲۰۱۵ نړیوال جام پر مهال د نیوزیلنډ په ډونېډین ښار کې وه، چې افغانستان سکاټلنډ ته پر یوه ویکټه ماتې ورکړه او د نړیوال جام په تاریخ کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه. شاپور ځدراڼ، چې تر ډېره د توپ‌اچوونکي په توګه پېژندل کېده؛ د هماغې لوبې بریالۍ منډې یې وکړې او د افغانستان تاریخي بریا یې بشپړه کړه.

شاپور ځدراڼ له نړیوال کرکټ څخه له څو کلونو لرې پاتې کېدا وروسته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جنورۍ کې له کرکټ سره مخه ښه وکړه.

هغه د خپلې مخه‌ښې په پیغام کې لیکلي وه:« نن هغه ورځ ده، چې هیڅکله مې نه غوښتل ورسره مخ شم؛ خو دا ورځ د هر لوبغاړي په ژوند کې راځي.»

نوموړي زیاته کړې وه، چې له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او له کرکټ سره له مینې وروسته له دې لوبې سره مخه ښه کوي.

ځدراڼ ویلي وه:« کرکټ زما لپاره یوازې یوه لوبه نه‌وه، بلکې زما شوق، هویت او د ژوند موخه وه.» هغه ټینګار کړی و، چې له ماشومتوبه یې هیله وه د افغانستان استازیتوب وکړي او ویاړي، چې د نړۍ په ډګر کې یې د خپل هېواد د بیرغ په رپولو کې ونډه لرلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هغه د تقاعد د اعلان پر مهال شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ودې له مهمو څېرو څخه بللی و او د دې لوبې په پرمختګ کې یې د هغه ونډه ستایلې وه.

شاپور ځدراڼ د هغو لوبغاړو له ډلې و، چې د افغانستان کرکټ یې له ناپېژندګلوۍ تر نړیوالو سترو سیالیو ورساوه. د هغه چټکه توپ‌اچونه، پیاوړی حضور او د ویکټې له اخیستو وروسته ځانګړې خوشحالۍ به د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې تلپاتې پاتې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کرنې وزیر د کرنیزو همکاریو د پراخولو لپاره هند ته سفر وکړ

د کرنې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه سفر د کرنې، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو، د تجربو د تبادلې او د هند له بریالیو تجربو او لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې پر موخه ترسره کېږي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د یوه رسمي پلاوي پر مشرۍ هند ته ولاړ.

د کرنې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه سفر د کرنې، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو، د تجربو د تبادلې او د هند له بریالیو تجربو او لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې پر موخه ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده، چې عطاءالله عمري به د دغه سفر پر مهال د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت له مسوولانو، د دغه هېواد له یو شمېر لوړپوړیو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري.

نوموړی به په دې سفر او لیدنو کې د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د معرفي کولو، د مالدارۍ سکټور د پراختیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړي.

ویل کیږي، چې د کرنې وزارت پلاوی به د دغه سفر پر مهال د هند له یو شمېر کرنیزو مرکزونو او پروګرامونو لیدنه وکړي او د هېواد لپاره به د دوی له تجربو او عصري ټکنالوژیو ګټه واخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117