تازه خبرونه
افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نهدی – ذبیح الله مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې افغان وګړي په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي؛ هغه وایي، افغانستان په سیمه کې د هیڅ هېواد د امنیت د خرابېدو مسوول نهدی.
ذبیح الله مجاهد د سې شنبې پر شپه ناوخته یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه ردوي او پاکستانيو چارواکو ته وايي، چې افغانستان له اوږدو جګړو راوتلی او نهغواړي ګاونډ هېوادونه ناامنه کړي.
د نوموړي د ټینګار له مخې: د افغانستان دولت یو ځل بیا پخپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې اجازه نهورکوي د افغانستان خاوره د بل هېواد د امنیت پر ضد وکارول شي؛ خو دا په دې معنا نهده، چې افغانستان د سیمې د کوم هېواد د امنیت د خرابېدو مسوول دی.
دغه راز څرګنده شوې، چې سیمه په تېرو 20 کلونو کې د امریکا پر مشرۍ د بهرني یرغل او د سیمې د ځینو هېوادونو د غلطو سیاستونو قرباني وه، چې اغېزې یې اوس هم احساس کیږي.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت پخپله اداره کړي او په کور دننه ورته د حل لار ومومي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له تېر کال راپدیخوا په افغانستان کې د داعش ۱۸ پاکستاني غړي، چې چاودنې او عملیات یې کړي؛ خو وژل شوي. دغه راز لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي. افغان حکومت د دې پر ځای، چې پاکستان ته د ملامتۍ ګوته ونیسي؛ خپل امنیتي تدابیر یې پیاوړي کړي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې کله په افغانستان او سیمه کې پر دیني عالمانو او مدرسو د بریدونو دسیسې کشف شوې؛ د اسلامي امارت استخباراتي ادارو د سیمې هېوادونو ته له مخکې خبر ورکړی دی. له بده مرغه ځینو هېوادونو پخپل وخت اقدامات نهدي کړی.
اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دوی په پاکستان کې د بریدونو پلوي نهدي؛ خو د پاکستان په خاوره کې د بریدونو مخنیوی او څارنه زمونږ مسوولیت نهدی؛ بلکې دا د هغه هېواد د امنيتي او کشفي ارګانونو دنده ده، چې د خپل هېواد د بودجې ډېره برخه پرې لګوي.
په تېرو دوه کلونو کې، چې افغانستان د یو خپلواک او مسوول حکومت لرونکی دی؛ په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی. حقیقت دا دی، چې امنیتي پېښې یوازې په پاکستان کې زیاتې شوي، پاکستان ته پکار ده، چې په خپل هېواد کې یې پخپله د حل لار ومومي.
ویل کیږي، چې که څوک په پاکستان کې بریدونه کوي او یا د داعش په نوم د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو وینه توییږي؛ باید په ګډه ورته د حل لاره ولټول شي، د بل ملامتول د حل لار نهده.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
سوداگري3 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
-
تازه خبرونه3 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
-
تازه خبرونه3 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تحول5 days agoتحول: پر فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تازه نښتې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
