تازه خبرونه

افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نه‌دی – ذبیح الله مجاهد

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۸, ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې افغان وګړي په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي؛ هغه وایي، افغانستان په سیمه کې د هیڅ هېواد د امنیت د خرابېدو مسوول نهدی.

ذبیح الله مجاهد د سې شنبې پر شپه ناوخته یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه ردوي او پاکستانيو چارواکو ته وايي، چې افغانستان له اوږدو جګړو راوتلی او نه‌غواړي ګاونډ هېوادونه ناامنه کړي.

د نوموړي د ټینګار له مخې: د افغانستان دولت یو ځل بیا پخپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې اجازه نه‌ورکوي د افغانستان خاوره د بل هېواد د امنیت پر ضد وکارول شي؛ خو دا په دې معنا نه‌ده، چې افغانستان د سیمې د کوم هېواد د امنیت د خرابېدو مسوول دی.

دغه راز څرګنده شوې، چې سیمه په تېرو 20 کلونو کې د امریکا پر مشرۍ د بهرني یرغل او د سیمې د ځینو هېوادونو د غلطو سیاستونو قرباني وه، چې اغېزې یې اوس هم احساس کیږي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت پخپله اداره کړي او په کور دننه ورته د حل لار ومومي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له تېر کال راپدیخوا په افغانستان کې د داعش ۱۸ پاکستاني غړي، چې چاودنې او عملیات یې کړي؛ خو وژل شوي. دغه راز لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي. افغان حکومت د دې پر ځای، چې پاکستان ته د ملامتۍ ګوته ونیسي؛ خپل امنیتي تدابیر یې پیاوړي کړي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې کله په افغانستان او سیمه کې پر دیني عالمانو او مدرسو د بریدونو دسیسې کشف شوې؛ د اسلامي امارت استخباراتي ادارو د سیمې هېوادونو ته له مخکې خبر ورکړی دی. له بده مرغه ځینو هېوادونو پخپل وخت اقدامات نه‌دي کړی.

اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دوی په پاکستان کې د بریدونو پلوي نه‌دي؛ خو د پاکستان په خاوره کې د بریدونو مخنیوی او څارنه زمونږ مسوولیت نه‌دی؛ بلکې دا د هغه هېواد د امنيتي او کشفي ارګانونو دنده ده، چې د خپل هېواد د بودجې ډېره برخه پرې لګوي.

په تېرو دوه کلونو کې، چې افغانستان د یو خپلواک او مسوول حکومت لرونکی دی؛ په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی. حقیقت دا دی، چې امنیتي پېښې یوازې په پاکستان کې زیاتې شوي، پاکستان ته پکار ده، چې په خپل هېواد کې یې پخپله د حل لار ومومي.

ویل کیږي، چې که څوک په پاکستان کې بریدونه کوي او یا د داعش په نوم د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو وینه توییږي؛ باید په ګډه ورته د حل لاره ولټول شي، د بل ملامتول د حل لار نه‌ده.

Trending

Exit mobile version