تازه خبرونه

افغانستان د چاودېدونکو توکو له کبله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو په نوملړ کې ونیول شو

د یوناما د راپور له مخې؛ ماشومان د دې ګواښونو تر ټولو ستر قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې د ماینونو له کبله رامنځته شوي، چې ډېری وخت له نه‌چاودو مهماتو سره د لوبو پر مهال ټپیان کېږي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) خبرداری ورکړی؛ افغانستان د نړۍ له هغو درې هېوادونو څخه دی، چې د چاودېدونکو توکو له کبله تر ټولو ډېر تلفات لري او اوس هم د جګړې ماینونه او نور توکي په بېلابېلو سیمو کې ناچاودي پاتې دي.

د یوناما د راپور له مخې؛ ماشومان د دې ګواښونو تر ټولو ستر قربانیان دي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې د ماینونو له کبله رامنځته شوي، چې ډېری وخت له نه‌چاودو مهماتو سره د لوبو پر مهال ټپیان کېږي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه بنسټ همدارنګه د هغو نادولتي ادارو مالي ملاتړ کوي، چې د ماین‌پاکۍ او د سیمو د خلکو د پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي.

یوناما ویلي، چې دغه ادارې هره ورځ د ماینونو او د جګړې د نورو وژونکو پاتې شونو د پاکولو لپاره هڅې کوي او د پوهاوي د پروګرامونو له لارې خلک د شته خطرونو په اړه روزي.

یوناما ټینګار کړی، چې پوهاوی او ګډ اقدام کولی شي د افغانستان د خلکو ژوند وژغوري او د ټولنې امنیت وغځوي.

Trending

Exit mobile version