لوبی
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا وړتیا ترلاسه کړه.
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.
له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.
لوبی
افغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د ټسټ لوبې د دوهیمې ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې کړې دي.
دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د بنګلهدېش لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۹۲.۳آورونو کې ۳۴۶ منډې کړې دي. دې لوبډلې د لوبې دوهیمه ورځ د اته لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۱۷ منډو پر لرلو پیل کړې وه.
افغانستان د دوهیمې ورځې په پای کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې وکړې او اوس یې هم شپږ لوبغاړي پاتې دي؛ په دې توګه له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی.
د بنګلهدېش په لومړۍ پاڼۍ کې تنزید حسن ۸۳ او شادمان اسلام ۶۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې د لوړې منډې جوړونې مهم لوبغاړي وه.
د افغانستان پر توپاچونه محمد سلیم د ۸۲ منډو په بدل کې څلور او یمین احمدزي پر ۷۹ منډو درې لوبغاړي وسوځول.
عبدالمالک او رحمتشاه هم د افغانستان په پاڼۍ کې مهم رول لوبولی او د څلور لوبغاړو تر سوځېدا وروسته یې د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې مرسته کړې ده.
افغانستان هڅه کوي، چې د لوبې په درېیمه ورځ د بنګلهدېش د منډو واټن راکم کړي؛ خو بنګلهدېش هڅه کوي، چې ژر د افغان لوبډلې نور لوبغاړي وسوځوي او خپله برلاسي زیاته کړي.
د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلوېزیون دغه ټسټ لوبه په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوالو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب پرته له ګول مساوي شول
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو یوڅلوېښتمه لوبه د سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب لوبډلو ۰-۰ مساوي پای ته ورسوله.
دا لوبه نن( سېشنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه. دواړو لوبډلو په ۹۰ دقیقو لوبې او اضافي وخت کې خپلې رامنځته شوې هڅې پر ګولونو بدلې نهکړې او په پای کې یې پر یوه امتیاز بسنه وکړه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او په ځانګړي بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.
لوبی
عینو مېنه کندهار، استقلال کابل ته ۳ـ۲ ماتې ورکړه
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د عینو مېنه کندهار فوټبال لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو په څلوېښتمه لوبه کې استقلال کابل ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(سېشنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
استقلال کابل د لومړۍ نیمایي په اټهدېرشمه دقیقه کې د هارون نوري پر ګول له سیالې لوبډلې مخکې شو. نوري دوه دقیقې وروسته د استقلال لپاره دوهیم ګول هم وواهه.
عینو مېنه کندهار په دوهیمه نیمایي کې د پایلې د بدلون لپاره میدان ته راووتله او په پېنځهپنځوسمه دقیقه کې محمد یاقوت د سر پر زور لومړی ګول وواهه.
پنجشېر سلطاني په اتیاومه دقیقه کې د استقلال دروازه پرانیسته او د عینو مېنه دوهیم ګول یې وواهه. څلور دقیقې وروسته د استقلال کابل لوبغاړي سلیمان پوپل پر تېروتنه خپله دروازه پرانیسته او عینو مېنه کندهار د ۳-۲پر پایله بریا خپله کړه.
استقلال کابل به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر اتمه له آرمان افسي سره مخ شي او عینو مېنه کندهار به هم پر همدې ورځ له آریاناخوست سره ولوبېږي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
نړۍ5 days agoسعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
نړۍ3 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
