لوبی
افغانستان سکاټلینډ ته د ۵۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام مخکې په خپله وروستۍ روزنیزې یا تمریناتي لوبه کې سکاټلینډ لوبډلې ته د ۵۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې د جمعې پر ورځ د غبرګولي یوولسمه په ټرېنېډاډ او ټوباګو کې ترسره شوه؛ د افغانستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپاچونه وکړه او د ۸ لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۷۸ منډې جوړې کړې.
ګلبدین نایب پر ۳۰ توپونو ۶۹ او عظمت الله عمرزي پر ۳۶ توپونو ۴۸ منډې وکړې.
د دې هدف په ځواب کې سکاټلینډ د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۲۳ منډې جوړې کړې او بریالي نول، چې دې هدف ته ځان ورسوي.
مجیب الرحمن او کریم جنت دوه دوه ویکټې واخیستې؛ نوین الحق، راشد خان، ننګیال خروټي، عظمت الله عمرزي او ګلبدین نایب یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړه.
دا له ۲۰۲۰ نړیوال جام څخه مخکې د افغانستان دوهیمه او وروستۍ روزنیزه لوبه وه.
د افغانستان او عمان لومړۍ لوبه د باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.
د کرکټ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ به د یکشنبې پر ورځ د افغانستان پر وخت سهار ۵ بجې د امریکا او کاناډا تر منځ پیل شي.
افغانستان لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ له یوګانډا سره کوي.
لوبی
افغانستان د آسیا په اووه کسیز راګبي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د افغانستان راګبي ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ز.کال آسیا اووه کسیز راګبي سیالیو کې بنګلهدېش ته د ۱۹ پر ۱۰ پر ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د فیلیپین ملي لوبډلې په پایلوبه کې کوربه چین تایپه ته د ۱۹ پر ۱۴ له ماتې ورکولو سره له پنځه لوبو څخه د پنځه بریاوو پر ترلاسه کولو اتلولي خپله کړه.
چین تایپه دوهیم او افغانستان درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه؛ بنګلهدېش په څلورم ځای کې راغی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، بنګلهدېش، فیلیپین او چین تایپه څلور لوبډلو ګډون کړی و.
لوبی
لبنان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه
لبنان له دې بریا سره شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د سیالیو د یوېڅلورمې پایلوبې پړاو ته د لار موندلو په لور نږدې شو؛ خو افغانستان په دغو سیالیو کې د خپلې لومړۍ بریا په لټه کې دی.
د لبنان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په لړ کې د شنبې پر ورځ افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه.
لبنان له دې بریا سره شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د سیالیو د یوېڅلورمې پایلوبې پړاو ته د لار موندلو په لور نږدې شو؛ خو افغانستان په دغو سیالیو کې د خپلې لومړۍ بریا په لټه کې دی.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ایران ته بایللې وه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې د دوشنبې پر ورځ له ویتنام سره مخ شي او لبنان به له ایران سره سیالي وکړي.
لوبی
د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام؛ افغانستان له ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه
ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.
نن پنجشنبه( د لړم اتهویشتمه) د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال د تایلینډ د آسیاملتونو ساحلي فوټبال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د سیالیو له اتل ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه.
ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.
محمد بهادري د افغانستان دواړه ګولونه ووهل.
افغانستان به خپله دوهیمه لوبه د شنبې پر ورځ له لبنان سره ترسره کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoڅلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoشمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
-
نړۍ4 days agoتر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر له عیسویانو ډېر شي – «پیو» مرکز
-
تازه خبرونه4 days agoبېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان اقتصادي وده روانه ده؛ خو د کورنیو عواید او د اوبو کمښت د اندېښنې وړ دي– نړیوال بانک
