لوبی
افغانستان له بنګله دېش سره ۲۰ آوریزو لوبو ته لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره را روانو ۵ یو ورځنیو لوبو ته د لوبغاړیو نومونه اعلان کړل.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي تېره ورځ بنګله دېش ته ورسېدل، چې له هغه هېواد سره پیلېدونکیو سیالیو ته چمتوالی ونیسي.
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ درې یوه ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کیږي، چې د فبرورۍ پر ۲۳ نېټه پیلیږي.
د یوې ورځینو سیالیو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ ۱۶ لوبغاړي او د شل آوریزو لوبو لپاره د محمد نبيپه مشرۍ ۱۶ لوبغاړي اعلان شوي دي.
افغان لوبغاړي بنګله دېش ته له روانېدو مخکې څو اوونۍ په قطر کې وروزل شول.
د افغانستان او بګله دېش ترمنځ سیالۍ د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام ته د ورتګ د غوراوي سیالۍ دي، چې له هر بري سره ۱۰ نومرې ورکول کیږي.
افغانستان له دې مخکې له ایرلنډ او هالنډ څخه دا ډول درې- درې لوبې ګټلي او ۶۰ نومرې لري.
د افغانستان کرکټ لوبډله شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري او که له دغو لوبو څخه ۶۰ سلنه وګټلې، ښايي هسکه غاړه د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته وردننه شي.
لوبی
زیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوهیمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د دوهیمې ټسټ لوبې د دوهیمې ورځې تر پای پورې په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د زیمبابوې له ټولو ۳۳۹ منډو څخه ۱۸۰ منډې وروسته ده.
زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوهیمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.
د زیمبابوې لوبډلې دغه منډې په ۱۱۴.۵آورونو کې جوړې کړې.
افغانستان د زیمبابوې د منډو په ځواب کې د دوهیمې ورځې تر پایه ۱۵۹ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
افغان لوبډلې ته څلور لوبغاړي پاتې دي او د زیمبابوې د منډو د برابرولو لپاره ۱۸۰ منډې ته اړتیا لري.
افغانستان به د لوبې په درېیمه ورځ هڅه وکړي، چې د پاتې څلورو لوبغاړو پر مټ د زیمبابوې د منډو واټن راکم کړي.
لوبی
رحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپوهونکی شو
رحمت شاه په دې درجهبندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر رحمت شاه د زیمبابوې پر وړاندې له ښې لوبې وروسته د ټسټ کرکټ په نړیواله درجهبندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ.
رحمت شاه د آیسيسي په تازه درجهبندۍ کې شپږ پړاوونه مخکې شوی او د ټسټ کرکټ د غوره توپوهونکو په ډله کې شامل شوی دی.
نوموړي د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې، چې د هغه پنځمه ټسټ سلیزه او د روان کال دوهیمه سلیزه وه.
رحمت شاه په دې درجهبندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.
لوبی
عمر ځواک استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
دغه لوبه نن سېشنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالیو په اتیایمه لوبه کې عمر ځواک لوبډلې استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن سېشنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې د عمر ځواک لوبډلې لوبغاړو پنځه ګولونه ووهل او خپله بریا یې یقیني کړه؛ خو استقلال کابل لوبډله یوازې د یوه ګول پر وهلو بریالۍ شوه.
عمر ځواک لوبډله به په راتلونکې لوبه کې د نومبر پر دولسمه له آریانا خوست سره مخ شي او استقلال کابل به په همدې ورځ له عینو مېنې کندهار سره سیالي وکړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه3 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoامریکايي چارواکو په افغانستان کې د واشنګټن پر ۲۰ کلنې ناکامۍ نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد دولتي شرکتونو رییس له ایراني سفیر سره پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoروسیې له کابل سره د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه؛ شویګو په سیمه کې د نشهيي توکو له نویو ګواښونو خبرداری ورکړ
