تازه خبرونه
افغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نهده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز ښارګوټی (لاجورد کمپلکس) پروژې د عملي کار د پیل په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان هم حق لري معیاري ښارونه، عصري بېخبناوې(زیربناوې) او پرمختللي استوګنیز ښارګوټي ولري.
ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نهده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژه کې به شاوخوا ۱۴۴۸ عصري استوګنیز کورونه له معیاري نقشې او پرمختللیو آسانتیاوو سره جوړ شي، چې خلکو ته خوندي او هوسا ژوند برابر کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت وروسته د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او له همدې کبله په بېلابېلو برخو کې سترې اقتصادي پروژې یو پر بل پسې پیلېږي او پرانیستل کېږي.
هغه زیاته کړې؛ لاجورد استوګنیز ښارګوټي ته ورته پروژې کولی شي د بلخ اقتصادي ځایګی د هېواد د یوه مهم تاریخي، فرهنګي، سوداګریز او صنعتي ولایت په توګه پیاوړی کړي او په شمالي زون کې اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.
دغه راز ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بېخبنایي، صنعتي، کرنیزو او ښاري پروژو ملاتړ ته ژمن دی او د قوشتېپې، سړک جوړونې، برښنا تولید او صنعتي فابریکو ترڅنګ د ښاري پراختیا او ماسټرپلانونو پر پلي کولو هم کار روان ساتلی دی.
هغه د خصوصي سکټور رول د هېواد په اقتصادي وده کې اړین وباله او له سوداګرو او پانګهوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي دا هم څرګنده کړه؛ بلخ ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د ستونزو ارزونه، د پروژو چټکتیا، د بندري خدماتو ښهوالی او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ډېرو نورو آسانتیاوو برابرول دي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د لاجورد استوګنیز ښارګوټي پروژې پیل د هېواد د آبادۍ پر لور یو مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا پروژه به د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لامل شي.