سوداگري
افغانستان په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ۵۱۸ میلیون ډالرو پر ارزښت د وچې میوې صادرات لرل – د سوداګرۍ خونه
د دې صادارتو ډېره برخه جلغوزي دي، چې په روان کال کې پنېځه زره ټنه چین ته صادر شوي او د صادراتو د پرا ختیا لپاره يي هم هڅې رواني دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ۵۱۸ میلیون ډالرو پر ارزښت وچې میوې صادرې کړې دي.
د دې صادارتو ډېره برخه جلغوزي دي، چې په روان کال کې پنېځه زره ټنه چین ته صادر شوي او د صادراتو د پرا ختیا لپاره يي هم هڅې رواني دي.
دوی وايي؛ د چین ترڅنګ خلیج، پاکستان، ترکیې او په نورو هغه هېوادونو کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکیټونه شته.دي
د دړې خونې د څرګندونو له مخې؛ د وچې میوې د صادارتو د پراختیا لپاره خصوصي سکټور پراخ تدابیر نیو لي او د تېر پر پرتله د زیاتېدو په حال کې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي: )) د روان کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې یوازي د وچې میوي د صادراتو حجم ۵۱۸ میلیون امریکايي ډالرو ته رسیدلي، چي ډېره برخه یې جلغوزي جوړوي او هڅه کوو، چي د روان کال تر پایه د صادراتو لړۍ نوره هم پراخه کړو.))
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند ویلي؛ په تېر میلا دي کال کې د جلغوزویو صادارتو حجم ۹۷۰ ټن ته رسیږي، چې مالي ارزښت يي ۱۲ میلیون ډالر بولي.
دوۍ وايي، چې د جلغوزیو ډېری صادرات يې د سیمي او کاونډ هېوادونو ته تر سره کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبد السلام جواد اخوندزاده وایي: (( تېر میلا دي کال مو جلغوزیو صادرات ۱۲ میلیون ډالرو پر ارزښت ول او د ډېر ی صادارت مو چین، ایران، پاکستان،عربستان او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تر سره شوي دي)) .
د اقتصادي وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ويلي؛ هڅه کوي، چې په هېواد کې د صادارتو د پراختیا لپاره نوې پالیسۍ جوړې او ورځ تر بلي د صادارتو لپاره نوي مارکیټونه پیدا کړي، چې په دې برخه کې تر یوه بریده کار هم شوی دی.
د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي، چي افغانستان د وچې او تازه میوې د تولید لوړ ظرفیت لري. باید په دې برخه کې د هېواد خصوصي سکټور پانګونه زیاته کړي او د سیمې او نړۍ مارکیټونو ته پر معیاري بڼه صادرات تر سره کړي.
اقتصادي شنونکی محمدنبي افغان وایي: (( زمونږ هېواد په وچه او تازه میوي کې لوړ ظرفیت لري؛ خو مونږ اوس هم د صادراتو په برخو کې له ستونزو سره مخ یوو . هیله منم یم، چې خصوصي سکټور د معیاري بسته بندۍ په برخو کې پانګونه زیاته کړي، چې په نړیوالو مارکیټونو کې د رقابت لپاره افغان صادارتو کې هم ظرفیت را منځته شي.))
د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د افغانستان ډېری صادراتي اقلام منرالونه، پنبه، اينجه اوطبي نباتاب، وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفران او جلغوزي دي، چې ډېر پاکستان، ایران، ترکيې او چین ته صادر یږي.