لوبی

افغانستان په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۵, ۱۴۰۱

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې کوربه هېواد سریلانکا ته د ۶۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو پنځوس آورونو کې یې د اته لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

ابراهیم ځدراڼ په ۱۲۰ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې، رحمان الله ګربز او رحمت شاه هر یو په ترتیب سره ۵۳ او ۵۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې په اته دېرشم آور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ورکړ شوي هدف ته ونه رسیدل.

د سریلانکا لوبډلې لپاره پیتم نیسانکا تر ټولو زیاتې ۸۵ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي تر ټولو زیاتې څلور ویکتې واخیستې، ګلبدین نایب درې، یمین احمدزي دوه او راشد خان یوه وېکته واخیسته.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ به دوه یمه لوبه د یکشنبې پر ورځ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version