Connect with us

تازه خبرونه

افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزله ځپلیو سره نغدي مرسته وکړه

خپور شوی

د

 افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ۴.۵ میلیون افغانۍ (شاوخوا ۵۰ زره دالر) نغدي مرسته وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر تویت کړې؛ د دې ټولنې عمومي رییس مطیع الحق خالص د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې او خواخوږۍ پر بنسټ څلور نیم میلیون افغانۍ نغدي مرسته د دې هېواد سفیر ته وسپارله.

سرچینې څرګنده کړې؛ دغه نغدي مرسته په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ته د یوه پلاوي په شتون کې وسپارل شوه، چې د ترکیې د سرې میاشتې لخوا زلزله ځپلیو ته ورسېږي.

په دې مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ویلي، چې افغانان د ترکیې تر څنګ ولاړ دي او د ترکیې ستر ولس ته د دې لوی غم  د زغم غوښتنه کوي.

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د ترکیې سفیر جهاد ارګین او په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مسوول فرید ضیاء ته د ترکیې په زلزله کې د قربانیانو او ټپیانو د خواخوږۍ مراتب وړاندې او خپله خواخوږي یې په اړوند ایښودل شوي کتاب کې ولیکله.

تېره اوونۍ هم اسلامي امارت اعلان وکړ، چې له ترکیې او سوریې سره به ۱۵ میلیونه افغانۍ (۱۶۶۰۰۰ دالره) مرسته وکړي.

د تېرې اوونۍ دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۵ ) د ترکیې په سویل او شمالي سوریه کې د رښتر پر کچه د ۷.۷ او ۷.۶ درجو دوه ویجاړوونکیو زلزلو له ۳۵۰۰۰ څخه ډېر کسان مړه کړل او لسګونه زره نور ټپیان دي او د راپورونو له مخې میلیونونه نور هم بې کوره شوي دي.

تازه خبرونه

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګرو ته د زیتونو کښت هیله‌بښونکی بدیل دی

د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ننګرهار یو شمېر بزګرانو د زیتونو د ونو د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت له کبله د دې محصول کښت ته مخه کړې ده.

Published

on

 

د افغانستان په ختیځ کې د زیتونو کښت، چې لږ اوبو ته اړتیا لري؛ د بزګرانو لپاره د یوه نوي او هیله‌بښونکي بدیل په توګه مطرح شوی او کولی شي د کلیوالو کورنیو د عاید په زیاتوالي او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ننګرهار یو شمېر بزګرانو د زیتونو د ونو د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت له کبله د دې محصول کښت ته مخه کړې ده.

د ننګرهار د سیدان عربي کلي یوه بزګر عبدالله اورځلا شاوخوا ۱۵ کاله مخکې د خپلې کورنۍ پر ځمکه د زیتونو لومړنی بڼ جوړ کړ او اوس یې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نورې ونې هم کېنولې دي.

نوموړي ويلي، د اوبو محدودو سرچینو ته پام او له اقلیمي بدلونونو سره د کرنې د عیارولو اړتیا هغه مهم لاملونه ول، چې د زیتونو پر کښت یې پانګونې ته وهڅاوه.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې، د زیتونو ونې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت ترڅنګ د خاورې د کیفیت په ښه کولو او د ځمکې د تخریب او له منځه تلو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

د کاري فرصتونو رامنځته کول او د عاید زیاتوالی

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د سیدان عربي کلي شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د زیتونو د حاصلاتو ټولولو پر مهال دا مېوه د لاس پر ګوتو راټولوي او د تېلو جوړولو لپاره یې د تېلو ایستلو یوې ازمایښتي دستګاه ته لېږدوي.

د دې کارخونې د تولید مسوول صدیق‌الله افغان ويلي، زیتون له راټولولو سره سم د سوړ فشار له لارې تېل ترې ایستل کیږي، چې د محصول کیفیت وساتل شي.

د زیتونو تولید شوي تېل د کابل په پلورنځیو کې، چې عضوي محصولات پلوري؛ په هر کیلوګرام کې تر ۱۷ ډالرو پلورل کیږي.

د اورځلا کرنیزو فعالیتونو د ننګرهار په دوه سیمو کې د ۱۶ دایمي کاري فرصتونو د رامنځته کېدا زمینه هم برابره کړې ده.

په افغانستان کې د زیتونو د تولید زیاتوالی

په افغانستان کې د زیتونو د کښت صنعت له ۱۹۶۰ کال څخه پیل شوی او ننګرهار د دې محصول له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي؛ خو د تېرو څو لسیزو جګړو د هېواد د زیتونو د کښت نږدې نیمايي سیمې له منځه وړې دي.

په وروستیو کلونو کې د زیتونو د کښت او تولید صنعت د بیارغونې او پراختیا بهیر پیل شوی دی. په ۲۰۱۹ز.کال کې د زیتونو د پروسس دولتي کارخونې ته نوي وسایل برابر شول، چې ورسره یې د تولید کچه هم لوړه شوې ده.

د دې دولتي شرکت رییس اکبرمحمد هاشمي ويلي، یادې کارخونې تېر کال شاوخوا ۱۳۵ زره لیټره د زیتونو تېل تولید کړي او اټکل کیږي، چې سږ کال به یې د تولید کچه له ۱۴۳ زره څخه تر ۱۶۵ زره لیټرو پورې ورسیږي.

د دې کارخونې ټول تولیدات د افغانستان په کورني بازار کې پلورل کیږي؛ خو مسوولان هیله لري، چې په راتلونکي کې به د افغانستان د زیتونو د محصولاتو نړیوالو بازارونو ته د لېږد زمینه هم برابره شي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په افغانستان کې د زیتونو د ۳۸۱ هکټاره بڼونو له جوړولو ملاتړ کړی او دا محصول یې د کلیوالو کورنیو لپاره د دوامدار عاید یوه سرچینه ګڼلې ده.

د زیتونو د کښت له پراختیا سره -سره بانکي محدودیتونه او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي ستونزې اوس هم د دې محصول د صادراتو پر وړاندې یوه ننګونه ده.

ویل کیږي، چې د افغانستان په ختیځ کې د ډېرو بزګرانو لپاره د زیتونو ونې یوازې یو کرنیز محصول نه‌دی، بلکې د کارموندنې، عاید زیاتولو او د مخ پر زیاتېدا وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې یوه هیله هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

د ازبکستان دولتي خبري آژانس« ازا» راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني پر مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د مالدارۍ او څړځایونو د پراختیا ادارې له چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

 

افغانستان او ازبکستان د مالدارۍ، د څارویو د نسل اصلاح او د تخنیکي پوهې د لېږد په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.

د ازبکستان دولتي خبري آژانس« ازا» راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني پر مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د مالدارۍ او څړځایونو د پراختیا ادارې له چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دواړو لوریو د مالدارۍ په برخه کې د ازبکستان له تجربو د ګټې اخیستنې، د څارویو د نسل اصلاح، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د اصلاح شویو څارویو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه راز ازبکستان د ایران له لارې افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو د ټرانزیټ د جواز ورکولو وړاندیز کړی، چې له مخې یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د څارویو د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابرېدی شي.

په دې لیدنه کې هوکړه شوې، چې افغان څانګوالو(متخصصینو) ته به د غواوو د نسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخو کې پرمختللي روزنیز پروګرامونه او عملي ورکشاپونه وړیا جوړېږي.

افغانستان ته د اصلاح شویو څارویو برابرول، د لوړ جنیټیک ظرفیت لرونکو هګیو لېږد، د مالدارۍ د محصولاتو او څارویو د صادراتو او وارداتو پراختیا او د تجربو شریکول هم د خبرو له نورو موضوعاتو څخه ول.

د ازبکستان د راپور له مخې، دغه خبرې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د ګډو پروګرامونو د پلي کولو پر موخه شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټولیز امنیت تړون غړي هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت تر څار لاندې نیولی – پوتین

د چارشنبې پر ورځ په کرملین کې د پوتین تر مشرۍ لاندې د ټولیز امنیت تړون ټولنې د ډله‌ییز امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د دې ټولنې د غړیو هېوادونو پام هم رااړولی دی.

Published

on

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، د ټولیز امنیت تړون ټولنې غړي هېوادونه د خپلو بهرنیو پولو د امنیت د پیاوړتیا پر موخه د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري.

د چارشنبې پر ورځ په کرملین کې د پوتین تر مشرۍ لاندې د ټولیز امنیت تړون ټولنې د ډله‌ییز امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د دې ټولنې د غړیو هېوادونو پام هم رااړولی دی.

د روسیې دولتي خبري آژانس ریانووستي د راپور له مخې؛ د ټولیز امنیت تړون ټولنې عمومي منشي هم له دې مخکې ویلي وه، چې له پولې هاخوا ګواښونو سره مبارزه او د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت د پیاوړتیا د پروګرام پلي کول د سیمې د امنیت لپاره د دې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

دغه راز ټاکل شوې، چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک نن پنجشنبه( د نومبر دولسمه) د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راشي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، د دې سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې دي.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د روسیې یو شمېر پانګوال او د خصوصي سکټور استازي به هم په دې پلاوي کې برخه ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!