تازه خبرونه
افغان او ازبک استازو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
یاد وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې زیاتېدا او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه بحث او اندونه وړاندې شول.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د تاشکند والي میرزایف زویر توییروویچ په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
یاد وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې زیاتېدا او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه بحث او اندونه وړاندې شول.
احمدالله زاهد په دې ناسته کې افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب بازار وباله او د ازبکستان پانګوال یې وهڅول، چې د صنعت، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
هغه همدارنګه د تاشکند والي ته بلنه ورکړه، چې افغانستان ته سفر وکړي او شته فرصتونه له نږدې وڅېړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د تاشکند والي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو له پراختیا هرکلی کړی او د پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره یې د ډېرې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه همدارنګه ژمنه کړې، چې د روان کال په جولای میاشت کې به له شاوخوا ۱۰۰ ازبک سوداګرو سره یوځای کابل ته سفر وکړي.
دواړو لوریو هیله څرګنده کړې، چې دا ډول لیدنې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې او د ګډې پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.