تازه خبرونه
افغان او تاجک مشرانو د اړیکو پر پراختیا تیلیفوني خبرې کړي
ولسمشر محمد اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د تیلیفون پر لیکه خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، ترانزیت ، د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا او د آمو سیند په ساحل کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې دي.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ امام علي رحمان د حکومت په مشرۍ او واک د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
دغه راز دواړو لوریو هوکړه وکړه؛ د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي حنیف اتمر په مشرۍ به یو پلاوی په راتلونکیو ورځو کې تاجکستان ته سفر وکړي او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره به د تاجکستان او افغانستان د ولسمشرانو د غونډې پر اجندا کار نور کار هم تر سره شي.
د ولسمشرۍ په څرګندونو کې راغلي، چې افغان پلاوی به له تاجک پلاوي سره د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي مسایلو، اقتصادي او امنیتي همکاریو سربېره د ترهګرۍ او مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وکړي.