تازه خبرونه
افغان پلاوی د وارداتي برښنا تړون د غزولو لپاره ازبکستان ته تلی
په هېواد کې د برښنا پرلپسې پرچاوي او د ولس د شکایتونو زیاتوالی د دې لامل شو، چې د اوبو او انرژۍ وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند غلام جیلاني حقپرست وایي؛ تاسې پوهیږۍ، چې په هېواد کې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا د برښنا ستونزه بیخي زیاته شوې او د همدې ستونزې د اواري او همداراز له ازبکستان سره د برښنا د شوي تړون د غزولو لپاره دې هېواد ته تللی پلاوی به له ازبک لوري سره هېواد ته د راتلونکې برښنا په برخه کې بشپړې خبرې وکړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د اسلامِي امارت د واکمنۍ د يو نيم کال د برښنا لګښتونو پیسې ازبکستان ته سپارل شوي او خلک دې د برښنا د نشتوالي په اړه اندېښنه نکوي.
نوموړي ويلي؛ د دې پلاوي په مشرۍ به د وارداتي برښنا تړون تر څنګ د برښنا د کمښت د اوسنۍ ستونزې د حل په اړه هم له ازبک چارواکو سره خبرې وشي.
افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو دا خلي منابعو څخه توليدوي.
هغه دا هم ویلي؛ د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان څخه ۴۶۰ میکاواته برښنا اخلي، چې ۳۰۰ میکاواته یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.
د خصوصي سکتورغړي هم د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبرۍ سفر ازبکستان ته اړین بولي او وایي، چې په روان کال کې ولس او خصوصي سکتور د نورو کلونو پر پرتله د برښنا د پرچاوۍ له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، چې د شته ستونزې د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو استازي یوې هوکړې ته ورسیږي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د روان کال په ژمي کې د برښنا د کمښت او پرچاوۍ له امله زمونږ یو شمېر کارخونو خپل فعالیتونه بند کړل. د اوبو او انرژۍ له وزارت هیله لرم، چې له ازبک لوري سره د دې ستونزې د اساسي حل لپاره اقدام وکړي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبرۍ سفر اړین بولي او زیاتوي، چې له ازبکستان سره دې د تړون د غزولو ترڅنګ د تړون د منظم پلي کیدو لپاره هڅې وکړي. افغانستان باید په اوږد مهال کې په کور د ننه د انرژۍ د تولید لپاره هڅې تر سره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري باید ازبکستان په دې قانع کړي، چې که افغانستان ته برښنا ورکوي باید نور په کې ځنډ نه وي او همداراز د اوبو او انرژۍ وزارت باید په کور د ننه د انرژۍ د تولید لپاره جدي اقدامات وکړي؛ ځکه، چې مونږ يي وړتیاوې لرو.
ویل کیږي، چې افغانستان د اوبو، لمر، ګاز، ډبروسکاره او باد څخه د انرژۍ د تولید وړتیاوې لري، چې د پانګونې لپاره ورته زمینه برابره او هېواد د خپلې برښنا لرونکی شي.