Connect with us

تازه خبرونه

افغان پلاوی د وارداتي برښنا تړون د غزولو لپاره ازبکستان ته تلی

خپور شوی

د

په هېواد کې د برښنا پرلپسې پرچاوي او د ولس د شکایتونو زیاتوالی د دې لامل شو، چې د اوبو او انرژۍ وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند غلام جیلاني حقپرست وایي؛ تاسې پوهیږۍ، چې په هېواد کې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا د برښنا ستونزه بیخي زیاته شوې او د همدې ستونزې د اواري او همداراز له ازبکستان سره د برښنا د شوي تړون د غزولو لپاره دې هېواد ته تللی پلاوی به له ازبک لوري سره هېواد ته د راتلونکې برښنا په برخه کې بشپړې خبرې وکړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د اسلامِي امارت د واکمنۍ د يو نيم کال د برښنا لګښتونو پیسې ازبکستان ته سپارل شوي او خلک دې د برښنا د نشتوالي په اړه اندېښنه نکوي.

نوموړي ويلي؛ د دې پلاوي په  مشرۍ  به  د وارداتي  برښنا تړون تر څنګ د برښنا د کمښت د اوسنۍ  ستونزې د حل په اړه هم  له ازبک چارواکو سره خبرې وشي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره  برښنا له خپلو دا خلي منابعو څخه توليدوي.

هغه دا هم ویلي؛ د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان څخه ۴۶۰ میکاواته برښنا اخلي، چې ۳۰۰ میکاواته یې  یوازې  د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د خصوصي سکتورغړي هم د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبرۍ  سفر ازبکستان ته اړین بولي او وایي، چې په روان  کال کې ولس او خصوصي سکتور د نورو کلونو پر پرتله د برښنا د پرچاوۍ له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، چې د شته ستونزې د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو استازي یوې هوکړې ته ورسیږي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د روان کال په ژمي کې د برښنا د کمښت او پرچاوۍ  له امله زمونږ یو شمېر کارخونو خپل فعالیتونه بند کړل. د اوبو او انرژۍ له وزارت هیله لرم، چې له ازبک لوري سره د دې ستونزې د اساسي حل لپاره اقدام وکړي.

د اقتصادي  چارو کار پوهان هم د اوبو او انرژۍ  وزارت د رهبرۍ سفر اړین بولي او زیاتوي، چې له ازبکستان سره دې د تړون د غزولو ترڅنګ  د تړون  د منظم  پلي  کیدو لپاره هڅې وکړي. افغانستان باید په اوږد مهال کې په کور د ننه  د انرژۍ  د تولید لپاره هڅې تر سره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري باید ازبکستان په دې قانع کړي، چې که  افغانستان ته برښنا ورکوي باید نور په کې  ځنډ  نه وي او همداراز د اوبو او انرژۍ وزارت باید په کور د ننه د انرژۍ د تولید لپاره جدي اقدامات وکړي؛ ځکه، چې مونږ يي وړتیاوې لرو.

ویل کیږي، چې افغانستان د اوبو، لمر، ګاز، ډبروسکاره او باد څخه د انرژۍ د تولید وړتیاوې لري، چې د پانګونې لپاره ورته زمینه برابره او هېواد د خپلې برښنا لرونکی شي.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!