تازه خبرونه

اماراتو د ختیځ افغانستان له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې زیاتې کړې

د اګست پر یودېرشمه د افغانستان په ختیځ کې د رښتر پر کچه ۶.۰ زلزلې له ۲ زره ۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه او سلګونه زره بې کوره کړي دي.

Published

on

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د مرستو عملیات پراخ کړل؛ د هېواد په ختیځ کې یې د تېرې میاشتې د مرګونې زلزلې له کبله ویجاړو شویو سیمو ته له ۳ زره ۸۶۰ ټنو څخه ډېر خوراکي توکي، سرپناه او طبي تجهیزات ولېږل.

د اګست پر یودېرشمه د افغانستان په ختیځ کې د رښتر پر کچه ۶.۰ زلزلې له ۲ زره ۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه او سلګونه زره بې کوره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې؛ نږدې ۵۰۰ زره کسان له دې ناورین څخه اغېزمن شوي او ډېر نور په لرې پرتو سیمو کې بېړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لري.

افغان چارواکو او زلزله ځپلو د متحده عربي اماراتو له چټک غبرګون ستاینه وکړه او دا مرستې یې د پراخې بې ځایه کېدا او بېړنیو اړتیاوو په وخت کې اړینې بللې دي.

د اماراتو رسمي خبري سرچینې(وام) راپور ورکړی، چې دا مرستې “د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې اړیکې او په ټوله نړۍ کې د طبیعي پېښو قربانیانو ته د بشري مرستو لپاره د متحده عربي اماراتو دوامداره ژمنې منعکس کوي.”

د اماراتو مرستندویه ځواکونه د مرستې د چټک وېش لپاره ګمارل شوي؛ د خوړو خوندیتوب، لنډمهاله سرپناه او بېړني طبي ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.

متحده عربي اماراتو په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی او په کابل کې چارواکو د بیارغونې پر پرله‌پسې عملیاتو د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version