تازه خبرونه

امارت اسلامي په ملکي او امنیتي ادارو کې تازه ګومارنې اعلان کړې

دغه بدلونونه په بدخشان، سرپل او کندهار ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت او د ټولګټو وزارت په یو شمېر ملکي او امنیتي بستونو کې رامنځته شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یو شمېر ملکي او امنیتي چارواکو له تازه ګومارنو خبر ورکړی دی.

مجاهد په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ لاندې بدلونونه رامنځته شوي دي:

د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال رحمت‌الله نجیب د بدخشان والي شوی دی.

د سرپل پخوانی والي احمدشاه دین‌دوست د بدخشان امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو ساتنې او څارنې پخوانی مرستیال عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ټاکل شوی دی.

د بدخشان پخوانی والي محمد اسماعیل غزنوي د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو ساتنې او څارنې مرستیال شوی دی.

د لغمان پخوانی والي بختیار معاذ د سرپل والي ټاکل شوی دی.

د بدخشان پخوانی امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري د کندهار د ټولګټو چارو رییس ټاکل شوی دی.

دغه بدلونونه په بدخشان، سرپل او کندهار ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت او د ټولګټو وزارت په یو شمېر ملکي او امنیتي بستونو کې رامنځته شوي دي.

Trending

Exit mobile version