تازه خبرونه

امریکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني خوشې کړي- اقتصاد وزارت

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له نړیوالې ټولنې او هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې بندیزونه او بانکي محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان د بیارغونې او بېخبناوو په جوړولو کې د مرستې لپاره بشري او پرمختیایي مرستې روانې وساتي.

Published

on

اقتصاد وزارت له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې او د افغانستان بانک ته وسپاري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له نړیوالې ټولنې او هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې بندیزونه او بانکي محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان د بیارغونې او بېخبناوو په جوړولو کې د مرستې لپاره بشري او پرمختیایي مرستې روانې وساتي.

د دې شتمنیو کنګل کېدا افغانستان له درې نیمو کلونو څخه ډېر له اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی او د هېواد ډېری وګړي له خرابو اقتصادي شرایطو سره مخ دی، چې پر لویه کچه د امریکا لخوا د افغانستان مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدو او د نړیوالې ټولنې لخوا پر افغانستان د لګول شویو بانکي بندیزونو سره تړاو لري.

اقتصاد وزارت د دغو فشارونو پر روان ساتلو نیوکه کوي او له امریکا څخه غواړي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او د افغانستان مرکزي بانک ته یې وسپاري.

د اقتصاد مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د هېواد د بېخبناوو پر بیارغونه او جوړولو ټینګار کوي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي، چې په دې برخه کې د بشري او پرمختیایي مرستو پر ورکولو له افغانستان سره خپل ملاتړ روان وساتي.

دغه راز یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي، چې که د افغانستان شتمنۍ خوشې شي او اقتصادي او بانکي بندیزونه لرې شي؛ نو دا چاره کولی شي د اقتصادي ناورین څخه د وتلو او د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته امریکا د افغانستان بانک له ۹.۵ میلیارډ ډالرو څخه زیاتې شتمنۍ کنګل کړې؛ خو په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې یې له دې شتمنۍ څخه ۳.۵ میلیارډ ډالر په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته انتقال کړې، چې د دې هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي. اوسمهال، د افغانستان د شتمنیو ۳.۵ میلیارډ ډالر په امریکایي بانکونو کې او له ۲ میلیارډ ډالرو څخه ډېرې د اروپایي او متحده عربي اماراتو په بانکونو کې ساتل کیږي.

Trending

Exit mobile version