تازه خبرونه
امریکا دې د افغانستان په فضا کې د بې پیلوته الوتکو ګزمې ودروي – امیر خان متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د هېواد له فضایي حریم څخه سرغړونه د نړیوالو قوانینو او د دوحې د هوکړې خلاف بولي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې غوښتي؛ اجازه ور نکړي، چې خاوره او هوايي حریم یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.
د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو د ګرځېدو دوام د بهرنیو چارو وزارت رسمي غبرګون راوپاراوه؛ د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي ویلي: امریکا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې او دا کار د نړیوالو قوانینو او د دوحې د هوکړې خلاف دی.
امیرخان متقي له امریکا غوښتي، چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه ونکړي.
هغه داراز له نورو هېوادونو هم وغوښتل؛ اجازه ور نکړي، چې د دوی هوايي حریم د افغانستان پر ضد وکارول شي.
هغه وايي، اوسمهال افغانستان له هیڅ هېواد سره ستونزه نلري او اسلامي امارت له نړۍ سره رسمي تعامل لري.
متقي ټینګار کوي؛ د افغانستان بهرنۍ پالیسي په اقتصاد متمرکزه ده او کابل هڅه کوي، چې د سویلي او منځنۍ آسیا د اقتصادي بازارونو د نښلولو وسیله شي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي: مونږ یو ځل بیا له امریکا غوښتنه کوو، چې د افغانستان په هوا کې خپلې الوتنې بندې کړي. په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او کله، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد ونکارول شي؛ نور هم حق نلري، چې د افغانستان په هوا کې غیرقانوني الوتنې ولري.
د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت رسمي تعامل د بهرنیو چارو وزارت د کلنۍ راپور د غونډې یو بل مهم ټکی دی، چې پرې ټینګار کوي.
امیر خان متقي وايي، چې د افغانستان اوسنی حکومت له هېڅ هېواد سره کومه ځانګړې ستونزه نلري او له نړۍ څخه هم غواړي، چې د اسلامي امارت مثبتې کړنې په پام کې ولري.
د اسلامي امارت د دغه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، اوس هم نړۍ د ترهګرۍ او په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د څرنګوالي په اړه څرګند تعریف نلري.
په دې غونډه کې د داعش له منځه وړل د اسلامي امارت یوه بله لاسته راوړنه وګڼل شوه.
د امریکا د هوايي برید په تړاو، چې ګواکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وژل شوی؛ د ښاغلي متقي په خبره دا مسئله وس هم تشه ادعا ده او امریکا د دې ادعا د ثابتولو لپاره کوم سند ندی وړاندې کړی.
امیرخان متقي وایي: امریکا په کابل کې د القاعده د مشر د وژل کېدو په اړه کوم اسناد او شواهد ندي وړاندې کړي؛ خو پدې اړه پلټنې روانې دي.
دغه راز متقي وايي، د هېواد ټول بندرونه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوي او سوداګرو ته آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت پلاوي د اړيکو د پراختيا لپاره د سيمې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي، چې د هېواد بهرنی سیاست پر اقتصاد ولاړ دی او اسلامي امارت اراده لري، چې افغانستان د سویلي او مرکزي آسیا د نښلولو پر مرکز بدل کړي.
د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۳ سفارتونه پرانستي او فعالیت کوي او همداراز د افغانستان شپږ سفارتونه په رسمي ډول د بهرنیو چارو له وزارت څخه فرمانونه ترلاسه کوي او یو شمېر نور سفارتونه هم د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي.
د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګندوي، چې په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ځایونو او بهرنیو کارکوونکیو د امنیت ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او هیڅکله به چا ته اجازه ورنکړ شي، چې په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ځایونو او بهرنیو کارکوونکیو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان له نویو واکمنانو غوښتي، چې د دیپلوماتیکو سیمو او قونسلګریو د خوندیتوب ضمانت وکړي.
دا شورا وايي چې د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون له مخې هیوادونه باید قونسلي اړیکو ته په کتو د ډیپلوماتیکو ځایونو د ساتنې لپاره اړین اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په کابل کې پر روسي دیپلوماتانو برید غندلی او ترهګریز فعالیتونه د نړیوالې ټولنې د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ بولي. د امنیت شورا غړیو همداراز د تروریستي اعمالو د عاملینو، تنظیموونکیو او تمویلونکیو د حساب وړاندې کولو او محاکمې پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه له ځانمرګي برید څخه دوه ورځې وروسته، چې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه په کې ووژل شول، د امنیت شورا غړو ویلي چې هر ډول ترهګریز عمل جنایت وباله او د مخنیوي لپاره یې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.