تازه خبرونه
امریکا دې سفارت بېرته پرانیزي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي – امیرخان متقي
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان اوس له امریکا سره د«متقابل درناوي» پر بنسټ د اړیکو او د همکاریو د نوي پړاو غوښتونکی دی.
د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د اسلامي امارت له بېرته راتګ پېنځه کاله وروسته د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر له واشنګټن غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او د کانونو او بنسټیزو پروژو په برخو کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان اوس له امریکا سره د«متقابل درناوي» پر بنسټ د اړیکو او د همکاریو د نوي پړاو غوښتونکی دی.
امیر خان متقي ویلي:« مونږ د جګړې پړاو پای ته رسېدلی ګڼو.»
هغه زیاته کړې، چې امریکا کولی شي خپل سفارت بېرته پرانیزي، خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي او د افغانستان په کانونو، بندونو او سړکونو کې پانګونه وکړي.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان نړیواله انزوا کمه او خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. په وروستیو کلونو کې اسلامي امارت له روسیې، ازبکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او له اروپايي حکومتونو سره یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په اړه خبرې کړې دي.
متقي افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدا هر ډول احتمال رد کړی او ویلي یې دي، چې افغانان په خپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور نهمني.
د اټلانټیک شورا کارپوه مایکل کوګلمن ویلي، چې د افغانستان کانیزې زېرمې ښايي د دونالډ ټرمپ حکومت ته په ځانګړي توګه د هغه د اقتصادي ګټو پر تمرکز له کبله د پام وړ وي.
امریکا د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۱ز. کلونو ترمنځ د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره نږدې یو میلیارډ ډالر لګولي؛ خو وروسته د امریکا یوې څارونکې ادارې وویل، چې دغو هڅو د پام وړ عملي پرمختګ نهدرلود.
اسلامي امارت له واک ته له بېرته رسېدا وروسته د چین، ایران او قطر په څېر هېوادونو له شرکتونو سره د کانونو د استخراج او پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي.
د امریکا پخواني ډیپلوماټ رابین راپل ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل بیا پیل کولی شي واشنګټن ته د دغه هېواد کانیزو سرچینو ته لاسرسی زیات او له منځنۍ آسیا سره اړیکې پیاوړې کړي.
راپل ویلي:« خو دا کار له کابل څخه د امریکا د حضور له لارې مستقیم تعامل ته اړتیا لري؛ هغه موضوع، چې اوس هم په واشنګټن کې پر سختۍ منل کېږي.»