تازه خبرونه
امریکا د دوحې د تړون ژمنې نه دي پوره کړي
د اسلامي امارت له بري او له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته د سرپرست حکومت ویاند وايي، امریکا د دوحې د تړون ژمنې نه دي پوره کړي.
د وږي نهمه یا د اګست ۳۱ له افغانستان څخه د امریکايي او ناتو ځواکونو د بشپړ وتلو سره سمون خوري؛ ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته وویل؛ امریکا ژمنه کړې وه، چې د اسلامي امارت د مشرانو نومونه به له تورنوملړه لرې کوي، له نوي حکومت سره ښه سیاسي تعامل او د افغانستان د اقتصادي هوساینې په لاره کې به ټول خنډونه له منځه وړي.
ذبیح الله مجاهد تېرو دوه کلونو ته په نغوته کې اریانا نیوز ته ویلي؛ امریکا نه یوازې دا، چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، بلکې د اوسني نظام پر ضد درواغجن تبلیغات هم کوي.
د ذبیح مجاهد د څرګندونو له مې، امریکا د حکومت اقتصادي پلانونه ننګولي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو مخه یې نیولې او د رژیم پر ضد یې تخریبي فعالیتونه هم ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: امریکايي لوري ژمنې کړې وې، چې له بده مرغه یې پوره نهکړې؛ برعکس یې هڅه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د پرمختګ مخه ونیسي.
د هغه وایي؛ له تورنوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو ایستل او پر سفر بندیزونه هغه څه دي، چې د دوحې د هوکړې له مخې عملي شوي نهدي.
په افغانستان کې له شل کلن پوځي حضور وروسته د امریکا پر مشرۍ د نړیوالو ځواکونو ائتلاف د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال د وري پر نهمه / د ۲۰۲۱ ږېږدیز کال د اګست ۳۱ له ماتې وروسته له افغانستان څخه وتلو ته اړ شو.
که څه هم امریکا او لویدیځو متحدینو یې په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن شتون پر مهال د جمهوري نظام، د اردو او نورو امنیتي بنسټونو پر جوړولو او همدارنګه د بیارغونې په برخه کې له ۲ تریلیون دالرو څخه زیاتې پیسې ولګولې؛ خو د دوی له وتلو سره جمهوریت او امنیتي بنسټونه و پرځيدل.
د ۲۰۰۱ ز. کال د سپتمبر پر ۱۱ په نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړیوالو برجونو د القاعدې له برید وروسته امریکا او متحدینو یې د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره پر افغانستان د یرغل پرېکړه وکړه او له دې پېښې نږدې یو کال وروسته یې د ۲۰۰۱ زېږد یزکال د اکتوبر میاشتې پر ۷ نېټه د امریکا پرمشرۍ ناتو پرافغانستان لومړی هوايي او بیا ځکمنی برید وکړ، چې د شمال ټوالې د پليو ځواکونو پر مرسته یې شاوخوا یوه میاشت کې د طالبانو د هغه مهال حکومت رانسکورکړ.
د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج بوش ویلي وه، چې د افغانستان د اردو، متحدینو او زړورو جنګیالیو پر مهربانۍ د طالبانو رژیم پای ته رسیږي.
په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو له حضور وروسته داسې انګېرل کېده، چې په افغانستان کې به ثبات راشي او دا هېواد به پرمختګ وکړي.
د بن غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړۍ د قدرتونو په حضور کې جوړه شوه او غربي هېوادونو د افغانستان د ښې راتلونکې داسې ضمانت وکړ: مونږ غواړو، چې د افغانستان خلک وپوهیږي؛ کله، چې له طالبانو او القاعدې سره جګړه پای ته ورسیږي، دوی به یوازې پاتې نهشي.
د بن له غونډې وروسته په افغانستان کې جمهوري نظام رامنځته شو او د انتقالي دولت مشر حامد کرزي د ملي اردو د جوړولو هڅې پیل شوې.
امریکا پر ۲۰۱۱ ز. کال اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه او دا هغه وخت دی، چې واشنګتن له افغانستان سره د ډاډمنو وتلو ژمنه وکړه.
د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما ویلي؛ ستاسې د ډېرو لپاره به دا وروستی سفر وي او د دې کال په پای کې مسوولیتونه لیږدول کیږي. افغانان به د خپل امنیت بشپړ مسوولیت پخپله غاړه واخلي او په افغانستان کې به د امریکا جګړه په مسوولانه وتلو سره پای ته ورسېږي.
هغه مهال دا ژمنه پوره نهشوه او امریکا د افغان حکومت د وضعیت د کابو کولو په اړه د اندېښنې له کبله خپل پوځي حضور روان وساته. ان دا، چې د افغانستان د جګړې درېیم امریکايي ولسمشر دونالد ترمپ هم ونه توانید، چې له افغانستان څخه پوځونه وباسي.
ترمپ وغوښتل، چې له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ۲۰۲۰ ز. کال کې د فبرورۍ پر ۲۹ د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کړ.
جوبایدن، چې له ترمپ وروسته واک ته ورسېد؛ د ترمپ د ادارې لخوا د دوحې د هوکړې عملي کولو ته یې ځان مکلف وګاڼه.
د امریکا ولسمشر جو بایدن د یوه خبریال دې پوښتنې ته، چې طالبان به پر افغانستان واکمن شي؟ په ځواب کې ویلي، نه! داسې څه به رامنځته نهشي؛ خو په افغانستان کې واقعیت د جوبایدن له څرګندونو سره مخالف و، چې د امریکايي پوځیانو له وتلو مخکې د هېواد ټول ولایتونه د طالبانو لاس ته ورغلل او د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته ورسېدل.
وروستی امریکايي سرتېری د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست پر ۳۱ شپه د افغانستان له ځمکې الوتکې ته پورته او له فضا یې ووت، چې له دې سره په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې شل کلن ماموریت ناکام او پر نامسوولانه وتلو پای ته ورسېد.
د سیاسي شنونکیو پر اند؛ په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې له ښکېلو غاړیو او ولسي وګړیو ډېرې قربانۍ واخیستې.
په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د بهرنیو ځواکونو تلفات:
۲۴۶۱ امریکايي سرتېري
۳۸۴۶ امریکایي ملکيان او قراردادیان
۱۱۴۴ د ناتو سرتېري
د افغانانو تلفات:
نږدې ۴۸ زره ملکي وګړي
۶۶ زره سرتېري او نور امنیتي ځواکونه
۵۱۰۰۰ طالبان او د نورو ډلو غړي
۷۲ خبریالان او ۴۴۴ ملکي مرستندویان هم وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا پر اوږدې جګړې سربېره، امریکا او د هغې لویدیځو متحدینو د افغانستان د بیارغونې لپاره له دوه تریلیون دالرو زیاتې پیسې ولګولې او په دې شل کلونو کې یې په افغانستان کې د جوړو شویو حکومتونو او هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د متحدینو له وتلو سره د امنیتي بنسټونو په ګډون د جمهوري نظام ټول جوړښتونه له منځه ولاړل او دوام یې ونه کړ؟!
د امریکا پر مشرۍ نړیوالو افغانستان په دا سې حال کې خوشې کړ، چې ډېري ټولنیز او اقتصادي بنسټونه يي د ویجاړولو ترڅنګ د افغانستان څه باندې نهه میلیارده دالر، چې په نړیوالو بانکونو کې وه؛ کنګل او د افغانستان پر مالي او بانکي سکتور يي بندیزونه وضعه کړل، چې مستقیم فشار يي د افغانستان ملت ته رسیږي او د غربي نړۍ د اقتصادي فشارونو لړۍ د دوه کلونو پر تېرېدو اوس هم روانه ساتل شوې ده.
له دې ټولو سره سره اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په هېواد کې د بې ثباتۍ او د زرګونه بې ګناه خلکو د وژنې لامل ګڼي او ټینګار کوي، چې له دې وروسته به د سیمې او نړۍ قدرتونو ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان پر خاوره یرغل وکړي او یایې د خپلو سیالیو ډګر وګرځوي.
تازه خبرونه
د افغانستان د پولو امنیت تر کنټرول لاندې دی؛ د هېواد خاوره به د بل هېواد پر وړاندې ونهکارول شي
ذبیحالله مجاهد د سېشنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، د افغانستان پر پولو امنیتي وضعیت د سرحدي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی؛ د قاچاقبرانو او «شرورو کسانو» د امنیتي ګډوډۍ هڅې په لومړیو شېبو کې شنډېږي.
ذبیحالله مجاهد د سېشنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
هغه زیاته کړې، قاچاقبران او «شرور کسان» کله نا کله هڅه کوي په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي؛ خو د اسلامي امارت ځواکونه یې هڅې چټکې مهار او شنډوي.
مجاهد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د فعالیتونو یادونه کړې او څرګندوي، چې دې وزارت په تېر یوه کال کې ۴۳۲ شخړې اوارې، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ولسي پیوستون د ټینګښت لپاره یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ سترې ولسي او قومي غونډې هم کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د حکومت تګلاره پر اقتصاد او نښلېدا ولاړه ده. افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وغځوي.
هغه څرګنده کړې، د همدې تګلارې له مخې به د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې ونهکارول شي.
تازه خبرونه
په تېرو درې میاشتو کې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي – یوناما
یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ژوبله د جون د اتهویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال د اپریل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله په افغانستان کې ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې شپږ ښځې او ۳۱ ماشومان دي.
یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ژوبله د جون د اتهویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.
یوناما زیاته کړې؛ له یاد وخت راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسلهوال تاوتریخوالو له کبله د ملکي تلفاتو ۳۹۹ پېښې ثبت شوي، چې ۵۷ وژل شوي او ۳۴۲ ټپیان دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د ټولو قربانیانو له ډلې ۴۰ ښځې او ۱۱۲ ماشومان هم دي او د دغو تلفاتو اصلي لاملونه هوايي بریدونه او ځمکنۍ نښتې بلل شوې دي.
دغه راز د «روادارۍ » بشري حقونو بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې د پاکستان د پوځي واکمنۍ په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د دغو بریدونو له کبله له ۲۹زره څخه ډېرې کورنۍ بېځایه شوي او سلګونه عامه بنسټیز جوړښتونه، د درملنې مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او د استوګنې کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
«روادارۍ» بنسټ زیاته کړې، دغه زیانونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لږ تر لږه ۵۰ بریدونو له کبله ثبت شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په کابل کې د روږدو پر «امید» نومي روغتون برید د دې مودې تر ټولو خونړۍ پېښه وه، چې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په کې وژل شوي یا ټپیان دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې ځینو بشري حقونو بنسټونو پخوا هم دا بریدونه جنګي جنایتونه بللي او د عاملانو د حسابورکولو غوښتنه یې کړې ده.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځي واکمنۍ بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او د اسلامآباد هغه ادعاوې یې بېبنسټه ګڼلې، چې ګواکې وسلهوال کسان یې پر نښه کړي دي. دې وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ د پاکستان هغه څه وغندي، چې دوی یې« تیري کوونکي اقدامات» بولي.
په کابل کې د پاکستان سفارت یوناما ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت مخالفې وسلهوالې ډلې اوس هم د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخلي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت یې ردوي او بېبنسټه یې بولي.
تازه خبرونه
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس په وسلهوال برید کې ساه ورکړه
د احسانالله کامګار د څرګندونو له مخې، ذبیحالله امیري په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله امیري نن سهار د فیضآباد ـ بهارک پر لاره د موټرسایکل سپرو وسلهوالو تر برید لاندې راغلی دی.
د احسانالله کامګار د څرګندونو له مخې، ذبیحالله امیري په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، د امیري د ساتونکو له لوري یو بریدګر وژل شوی او امنیتي ځواکونه د دې پېښې د نورو عاملینو د موندلو هڅې کوي.
دغه راز په یوه بله جلا پېښه کې تېره ورځ(دوشنبه د زمري پېنځمه) په نیمروز ولایت کې د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې یو قومي مشر وژل شوی دی.
د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګلمحمد قدرت ویلي، چې ناپېژاندو وسلهوالو د زرنج ښار د شپېته مټره سړک په سیمه کې پر حاجي عبدالخالق نورزي، چې یو قومي مشر و؛ برید کړی دی.
د ګلمحمد قدرت د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې حاجي عبدالخالق نورزي او د هغه وراره وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د دې برید لامل او انګېزه نهده روښانه شوې. امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، پلټنې یې پیل کړي او د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.
د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کړی، چې د څېړنو له بشپړېدا وروسته به نور جزئیات له رسنیو سره شریک شي.
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تحول3 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
تازه خبرونه1 day agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
سوداگري1 day agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
-
څار3 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد کمرنګه اړيکې
