تازه خبرونه

امریکا له اسلامي امارت سره په بند کې د ۳ امریکايي بندیانو نومونه په ډاګه کړل

ذبیح الله مجاهد د دوحې له درېیمې ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې: مونږ باید د هغوی په بدل کې خپل افغان بندیان راخوشې کړو. لکه څنګه، چې امریکایان دوی (امریکا) ته مهم دي، افغانان هم زمونږ ته اړین دي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ومنله، چې جورج ګلزمن، محمود حبیبي او رایان کاربیټ نومي درې امریکاياني یې د اسلامي امارت په بند کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي له واشنګټن ایگزمینر سره په خبرو کې د اسلامي امارت په بند کې د امریکايي بندیانو نومونه په ډاګه کړي دي.

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې، چې دوه امریکایان په افغانستان کې بندیان دي او د بندیانو د تبادلې په اړه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد د دوحې له درېیمې ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې: مونږ باید د هغوی په بدل کې خپل افغان بندیان راخوشې کړو. لکه څنګه، چې امریکایان دوی (امریکا) ته مهم دي، افغانان هم زمونږ ته اړین دي.

اسلامي امارت د امریکایي او افغان بندیانو نومونه نه دي اخیستي.

Trending

Exit mobile version