Connect with us

تازه خبرونه

امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر بېلابېلو پلانونو کار کوي

خپور شوی

د

جنرال کنټ مکنزي د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندې لوی درستیز پرون ( سې شنبه د غويی۷ ) ویلي، چې هغه پر داسې پلانونو کار کوي، چې نه یوازې به د امریکا وړتیا خوندي کړي، بلکې د ترهګرو پر ځاله د افغلانستان له بدلېدو هم مخنیوی کوي.

جنرال ماکنزي زیاته کړې؛ دا پلانونه به له امریکا سره مرسته وکړي، چې خپلې وړتیاوې پیاوړې او په دې اړه له سیمه ییزو همکارانو سره پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې؛ په افغانستان کې د هغه تر قومندې لاندې له امریکایي او ناټو ځواکونو سره ګډ کار کوي، چې له افغانستان څخه همغږي او خوندي وتل ډاډمن کړي.

دغه امریکايي جنرال ویلي، چې امریکا به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې مرستې روانې ساتي.

هغه وایي: دفاع وزارت کار کوي، چې څرنګه مونږ وکولی شو له شتون پرته یې اداره کړو. د امنیتی مرستو د اداره کولو لپاره مونږ په افغانستان کې د اوږدې مودې جګړې د پای ته رسولو لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوو او له طالبانو هم غواړو، چې د دوحې تړون له مخې خپلې ژمنې پلې او له القاعده سره اړیکې پرې او د افغانستان له خاورې پر امریکا او متحدینو د بریدونو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر امریکایي سناتورانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر بیړه وتلو  اندېښنه څرګنده کړې ده.

تازه خبرونه

اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

Published

on

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د سرغړونو او اداري نیمګړتیاوو له کبله د اووه خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره وځنډول او د دوه نورو پوهنتونونو د فعالیت جوازونه یې لغوه کړل.

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په نهه خصوصي پوهنتونونو کې له څو ځله خبرداریو او د ستونزو د اواري له سپارښتنو سره – سره ستونزې موندل شوې دي.

یاد وزارت ویلي، د رهبرۍ شورا له لوري ټاکل شوې کمیټې د دغو پوهنتونونو فعالیتونه بیا ارزولي او د فعالیتونو د ځنډولو او جوازونو د لغوه کولو سپارښتنه یې کړې، چې وروسته د شورا له‌خوا تصویب شوې ده.

هغه اووه پوهنتونونه، چې فعالیتونه یې د یوه کال لپاره ځنډول شوي؛ په جوزجان کې برلاس، په بلخ کې  راه سعادت او ترکستان، په بدخشان کې  ازهر او برنا، په فاریاب کې رشاد او په کابل کې پیام پوهنتونونه دي.

د کندوز کهندوز او د تخار خانه دانش پوهنتونونو د فعالیت جوازونه هم لغوه شوي دي.

دغه راز د دغو پرېکړو لپاره د بېلابېلو سرغړونو یادونه شوې، چې په کې د مناسبو علمي او اداري مسوولینو، لکه د پوهنتون د رییس، علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال او د پوهنځیو د رییسانو نشتوالی شامل دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، چې په ځینو پوهنتونونو کې«خیالي محصلان» شامل ول، چې په نوملړونو کې د شامل محصلانو او په ټولګیو کې د حاضرېدونکو په توګه ثبت شوي وه؛ خو ټولګیو ته نه حاضرېدل.

له نورو سرغړونو څخه د سمسټر په لومړیو ۱۰ اوونیو کې د ټولګیو د حاضریو د ثبت نشتوالی او هغو محصلانو ته د وروستیو آزموینو اجازه ورکول شامل دي، چې د کمې حاضرۍ له کبله یې زده‌کړو ته د دوام اجازه نه‌درلوده.

د وزارت د څرګندونو له مخې، دغو زده‌کړیالانو(محصلانو) ته نمرې ورکړ شوي او لوړو سمسټرونو ته د تګ اجازه هم ورکړ شوې ده.

وزارت دا هم ویلي، ځینې پوهنتونونه د عملي زده‌کړو لپاره اړین لابراتوارونه، وسایل او توکي هم نه‌لري او هغه درسي نصاب نه تدریسوي، چې وزارت تصویب کړی دی.

په طبي پوهنځیو کې، چې د زده‌کړو ډېره برخه یې باید په روغتونونو کې عملي شي، پلټونکو د خپلو لیدنو پر مهال په روغتونونو کې هیڅ زده‌کړیال نه‌دی موندلی.

وزارت همدارنګه ادعا کړې، چې د هغو دوه پوهنتونونو د حاضریو په پاڼو کې لاس‌وهنه شوې، چې جوازونه یې لغوه شوي دي. دغه راز ځینې زده‌کړیالان، چې د ټول سمسټر په اوږدو کې ټولګیو ته  حاضر شوي نه‌ول؛ د حاضریو په بدلو شویو پاڼو کې حاضر ثبت شوي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنې‌پټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي

خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.

Published

on

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین ويلي، هېواد به یې د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنې‌پټلۍ د یوې لارې د جوړولو امکان وڅېړي.

خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، د هرمز او باسفور تنګیو د امنیتي ګواښونو له کبله د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې د نوي اوسپنې‌پټلۍ او ټرانزیټي لارې د جوړولو طرحه هم څېړل کېدی شي.

نوموړي ویلي؛ هره هغه لاره، چې هند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، د مسکو لپاره د منلو وړ ده.

دا وړاندیز په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا وروسته د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد د امنیت او باوري تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د پام وړ برخه یې له لارې لېږدول کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي

د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۸, ۱۴۰۵

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو ويلي؛ د روسیې یو شمېر لوی شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.

د دوی د څرګندونو له مخې، د برښنا شرکت ډېره برخه اړین وسایل له ګاونډ او نورو هېوادونو څخه پېرودل کېږي او د کورني تولید زیاتېدا کولی شي تر یوه بریده پر وارداتو تکیه راکمه کړي.

د خصوصي سکټور غړيو هم ويلي، د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونه یوه جدي اړتیا ده.

دوی ټینګار کړی؛ په هېواد کې د برښنايي وسایلو د پراختیا او تولید په برخه کې د پانګونې بهیر باید چټک شي، چې د دغو وسایلو واردات کم او کورنی تولید زیات شي.

د خصوصي سکټور د څرګندونو له مخې؛ دا کار به د وارداتو پر کچه تکیه راکمه او د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.

اقتصادي شنونکو ويلي؛ د برښنا د تولید ترڅنګ باید د برښنا د تولید او لېږد لپاره د کارېدونکو وسایلو د تولید په برخه کې د پانګونې کچه لوړه شي، چې په هېواد کې تولید شوي برښنايي وسایل د هېواد بازارونو ته وړاندې او د بهرنیو محصولاتو د واردولو مخه ونیول شي.

د یادونې ده، چې اوسمهال له چین، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته برښنايي وسایل واردېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117