تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي: بلینکن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په ډاګه کړې، چې امریکا په افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي او تلپاتي هر اړخیز اوربنده ملاتړ کوي.
دا خبره له هغې وروسته راپورته شوه، چې بلینکن او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د شنبې پر ورځ( د سلواغې ۲) د افغانستان د سولې بهیر په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
انټوني بلینکن په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ امریکا د عادلانه او دوام لرونکي سیاسي جوړجاړي، تلپاتې سولې او د پرمختګ پر لوري له هر اړخیز اوربنده ملاتړ کوي.
عبدالله ویلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان وضعیت او د افغانستان د سولې بهیر پر ګړندي کولو بحث او خبرې شوې دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې؛ انټوني بلینکن له عبدالله عبدالله سره د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا د افغان سولې له خبرو ملاتړ کوي او هیله لري، چې د سولې خبرې به چټکې او دواړه لوري به تلپاتې سولې او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.
د ملي پخلاینې عالی شورا مشرعبدالله عبدالله د امریکا او افغانستان ستراتيژیک ملګري بولي او وایي، چې د سولې خپلمنځي خبرو د بریا لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده.
ولسمشر اشرف غني د شنبې پر ورځ( د کب ۲) له یو شمېرامنیتي ځواکونو سره په ټیلیفوني خبرو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د یو شمېر سیاستوالو د لنډمهاله ادارې د جوړولو وړاندیز رد کړ او څرګنده یې کړه؛ تر هغې، چې ژوندی وي طالبان به ترې د لنډ مهالي حکومت مخ ونه ویني.
نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د طالبانو له ګواښونو به لکه د ولې پاڼه ونه لړزیږي او پر وړاندې یې هراړخیز چمتووالی لري.
دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب پرون یوې امنیتي خبري ناستې ته په پاکستان کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لنډمهالي حکومت د وړاندیز په غبرګون کې ویلي، چې دغسې اداره د افغانستان لپاره ګټوره نده او دې ته له ورته څرګندونو دې ډډه وشي.
د ملي امنیت شورا سلاکار مشر حمدالله محب زیاته کړې؛ د طالبانو مشران سولې ته لیواله ندي او نه غواړي په دوحه کې له خوښیو ډکه ژوند له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا غوښتي، چې د سولې رامنځته کولو هوکړه دې ورسره پلې کړي؛ د پاتې بندیانو د خلاصون تر څنګ باید تر ټاکلي وخته ټول ځواکونه وباسي او د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه لري کړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د عالمانو، مخورو او چارواکو ګډه غونډه جوړه شوه

د پنجشنبې پر ورځ په کندهار کې شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمان، دولتي چارواکي، قومي مخور او د مدني ټولنو غړي د یوې پراخې ولسي غونډې برخوال شول.
په دې ولسي غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده هم ګډون او وینا کړې؛ خو رسنۍ د آخوندزاده د وینا ثبتولو یا فلم کولو څخه منع شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي پدې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي؛ خو بهرنۍ ټولنې باید دا تمه ونلري، چې له ۲۰ کلنې جګړې وروسته دې اړیکې سمدستي عادي شي.
متقي ویلي، په داسې حال کې، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او له نړۍ هیله لري، چې افغانان پرېږدي، چې د خپلو عقایدو او دودونو له مخې ژوند وکړي.
هغه دا هم وويل، چې دوى د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو په ټينګولو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دا مهال د افغان سوداګرو پر مخ پولې خلاصې دي او اوس خپل توکي صادروي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې د افغانستان د اشغال د پای ه رسولو او په افغانستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي دي.
هېوادوال هیله من دي، چې د دې غونډې یوه پایله به له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پرېکړه وي.؛ خو دا اوس هم څرګنده نده، چې په دې غونډه کې به پر دې موضوع بحث شوی او که نه!
دا په څو میاشتو کې دوه یمه دا لویه غونډه ده؛ لومړی یې دوه میاشتې مخکې د کابل د لویې جرګې په تالار کې ترسره شوې ده.
تازه خبرونه
په کابل کې پرونۍ چاودنې ۵۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ښار امنیه قومندانې څرګنده کړې، چې پرون ماښام د اووه لسمې امنیتي حوزې اړوند په یو جومات کې د لمانځه پر مهال د چاودنې له کبله ۲۱ هېوادوال وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د چاودنې مسوولیت سمدستي چا پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په کابل کې د ډېرو چاودنو او بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د امنیت ټینګولو ډاډ ورکوي او وایي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په ټولیز ډول تاوتریخوالی کم شوی دی.
رویترز د ایمرجنسي روغتون د یو ایتالیاوي نادولتي بنسټ د څرګندونو له مخې، چې د جګړې د قربانیانو په درملنه کې تخصص لري؛ څرګنده کړې، چې دوی ته د پېنځه ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان د درملنې لپاره ورلېږدول شوي دي.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ستراتیژیکه ناکامي نومول شوې

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي ونوموله.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ جمهوريت غوښتونکیو غړیو یو راپور خپور کړی او له افغانستان څخه یې د امریکا وتل یوه ستراتیژیکه ناکامي بللې.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مایکل مککال پدې باور دي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د چین، روسیې او ایران په ګډون د امریکا دښمنان ډېر زړور کړل.
په دې راپور کې ویل شوي، چې د دوحې تړون ولسمشر بایډن دې ته اړ نکړ، چې له افغانستان څخه ووځي، بلکې هغه د خپلو جګپوړیو پوځي سلاکارانو، استخباراتي ټولنې او د امریکا د متحدینو مشورې بابیزه وګڼلې.
په دې راپور کې راغلي، چې د بایډن ادارې د خپلو پوځي سلاکارانو د مشورو پر خلاف له افغانستان څخه بې قید او شرطه وتل غوره کړل. که څه هم د بایډن اداره وايي، چې د دوحې تړون عملي شوی دی.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د راپور په یوه برخه کې راغلي: د دوحې تړون ولسمشر بایدن دې ته اړ نکړ، چې له افغانستان څخه ووځي؛ بلکې هغه د خپلو جګپوړیو پوځي سلاکارانو، استخباراتي ټولنې او د امریکا د متحدینو د مشورو پر خلاف دا کار وکړ.
راپور زیاتوي؛ د دوحې هوکړه د شرطونو پر بنسټ شوې، چې تر اوسه دغه شرطونه پوره شوي ندي.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کې جمهوريت غوښتونکیو د بایدن د سلاکارانو د څرګندونو له مخې اعتراف کړی، چې حتی که د دوحې تړون هم نه وای، له افغانستان څخه به یې خپل ځواکونه ایستل.
په راپور کې راغلي؛ د ناتو لویو متحدینو، د بریتانیا او جرمني په ګډون د بایدن له حکومته په کلکه غوښتي وه، چې له افغانستان څخه دې خپل پوځیان له قید او شرط پرته نه وباسي.
دې راپور د امریکا د دفاع وزارت، د استخباراتو او د بریتانیا د استخباراتو د ادارو په حواله لیکلي، چې له افغانستان څخه وتل یوازې د امریکا د دښمنانو په ګټه ول.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي، چې په ایران کې د پام وړ شمېر افغان ځانګړیو ځواکونو پناه اخیستې ده.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د راپور له مخې؛ تر اوسه پورې، د بایدن ادارې له ځانګړیو ځواکونو سره د معاملې کوم پلان نه درلود. که د ایران، روسیې یا چین لخوا ونیول شي؛ نو دوی د امریکا ملي امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.
د دغه راپور د څرګندونو له مخې؛ افغان ځانګړي ځواکونه د امریکا لخوا روزل شوي او نه یوازې د امریکا د پوځ پر تکتیکونو پوهیږي، بلکې پدې هم پوهیږي، چې دغه لوړپوړي پوځي چارواکي څوک دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکایي او ناتو ځواکونو په شتون کې د اسلامي امارت ځواکونو د هېواد ټولې سیمې په ۱۱ ورځو کې ونیولې او د کابل حکومت یې نسکور کړ.
-
تازه خبرونه5 days ago
په پروان ولایت کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او بې درکه کړل
-
سوداگري3 days ago
د افغانستان ریلپټلۍ په وړاندیز شوې لار کې کومه تخنیکي ستونزه نده موندلې
-
نړۍ3 days ago
په سوریه کې د ترکیې په هوايي بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکت لوبډلې له ایرلینده پر ۲۷ منډو څلورمه لوبه وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
اوسمهال ۱۹ زره ښوونیز بنسټونه شاوخوا لس میلیون زدکوونکي لري – د پوهنې وزارت
-
لوبی3 days ago
په آسیا جام کې د کرکت ملي لوبغاړیو د ګډونوالو نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه2 days ago
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ستراتیژیکه ناکامي نومول شوې
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانان په تېر یو کال کې له امنیتي حالاتو خوښ؛ خو د کاري زمینو له نشتوالي اندېښمن دي