تازه خبرونه
امریکا ښایي له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه بېرته واخلي ـ متقاعد امریکایی جنرال
په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو پخواني مشر او د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پټریوس د شنبې پر ورځ د غبرګولي لومړۍ ویلي؛ هغه په دې اند دی، چې امریکا به له افغانستان څخه د وتلو له پرېکړې شاتګ غوره کړي.
نوموړي امریکا غږ ته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له رامنځته کېدو هم خبرداری ورکړی دی.
جنرال پټریوس زیاته کړې، چې که څه هم د ترهګرو د بیا راپورته کیدنې خطر کمولو لپاره احتیاطي تدابیر نیول شوي؛ خو وېره شته، چې مونږ د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره پخپلې پرېکړې پښیمانه شو.
پخواني امریکایي چارواکي دا هم ویلي، چې طالبان د سولې هر اړخیز تړون ته چمتو ندي او نه غواړي، چې واک شریک، لاسته راوړنې خوندي او جنګ په سوله ییزه توګه حل کړي.
پټریوس زیاته وایي، چې طالبانو د دوحې تړون له مخې خپل بندیان خوشې کړي او اوس غواړي، چې امریکا افغانستان پریږدي. په دې معنی، چې د امریکا قرارداديان به هم د بهرنيانو له وتلو سره له افغانستان څخه ووځي.
جنرال ډیویډ پټریوس دغه راز د افغان ځواکونو له هڅو ستاینه کوي او وایي: دوی د خپل هیواد لپاره جګړه کوي، چې خورا ډېر بدلون یې موندلی او کولی شي له خپلې خاورې ساتنه وکړي.
د نوموړي په اند د امریکا اردو او استخبارات د ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش د بیا راپورته کیدو د مخنیوي لپاره هم کار کوي.
هغه ویلي دي چې امریکا به د افغانستان په ګاونډ هېوادونو کې اډې نه جوړوي؛ پاکستان او ازبکستان یې دا غوښتنه رد کړې ده.
پټریوس زیاته کړې، چې د خلیج هېوادونو هوایي پر ډګر د امریکایی الوتکو الوتنې ډیر وخت ته اړتیا لري.
دغه پخواني امریکايي چارواکي په ډاګه کړې، چې القاعده غوښتل په افغانستان کې خوندي اډې جوړې کړي؛ خو امریکا د دې کار مخه ونیوله.
هغه دا هم ویلي، چې طالبان، د حقاني شبکه او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون لپاره کار کوي.
نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړی؛ امریکا هغو افغانانو ته ویزې ورکوي، چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو او ډیپلوماټانو سره کار کړی دی.