تازه خبرونه

امریکا له افغان پوځ سره د سلګونو زرې پوښ ټانګونو مرسته کړې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکا له افغان پوځ سره د شا او خوا پنځوسوو، زرې پوښ ټانګونو مرسته کړې ده. د ملي دفاع وزارت مسولین وايي چې افغان پوځ د دغو ټانګونو په ترلاسه کولو غښتلی شوی او جګړه ایز مورال یې لوړ شوی دی.

له افغان پوځ سره د امریکا د مرستو په دوام دا ځل افغان پوځ شا او خوا پنځه سوه زرې پوش ټانګونه تر لاسه کړي دي. د ملي دفاع وزارت مسولین وايي چې دغه ټانګونه به قول اردو ګانو ته واستوي چې د افغان پوځ وړتیاوې به هم ور سره لوړې شي.

په دې هکله د ملي دفاع وزارت ویاند و وېل: «په افغانستان کې جنګ له تروریزم جنګ سره جنګ دی دا د افغانستان کورنۍ جګړه نه ده؛ هر هېواد چې په دې جګړه کې برخه اخلي، له موږ سره مرسته کوي، زموږ له مسلح ځواکونو سره مرسته کوي دا د ستاینې وړ دی».

په روان کال کې افغان پوځ له ځينو سیمو او ولسوالیو په شا شو، مسولینو یې لامل دا ګاڼه چې له پوځ سره کافي پوځي تجهیزات او پرمختللې وسلې نشته. اوس مسولین وايي چې د امریکا لخوا د سلګونو ټانګونو مرسته به د جګړې لوری د دوی په ګټه را وڅرخوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست و وېل: «زموږ وسایل او تجهیزات په وړ وخت کې د ښو بریالیتوبونو لامل کېږي؛ نو کوم څه چې موږ یې غواړو د هغو د لاس ته راوړلو په صورت کې زموږ جګړیز مورال غښتلی کوي او د بریالیتوب پایلې ته مو نژدې کوي»

پوځي کارپوهان هم وايي چې افغان پوځ له پیچلې جګړې سره مخامخ دی، نو ځکه د نړیوالو ډيرو پوځې مرستو ته اړتیا لري.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل اریانا نیوز ته ووېل:  «دا زرې پوښ ټانکونه ښه دي؛ خو په دې شرط چې بسنه وکړئ؛ چې دا وسایل په اصل کې کم دي»

افغان حکومت د پوځ د غښتلي کولو لپاره څلور کلن پلان جوړ کړی دی. امریکا غواړي د افغان حکومت د دغه پوځې پلان د عملي کولو لپاره په څلورو کلونو کې څلور میلیارده ډالره ولګوي.

Trending

Exit mobile version