نړۍ
انګلستان د اوکرایني سرتېرو د روزنیزو عملیاتو پیلولو وړاندیز وګړ
د بریتانیې لومړي وزیر بوریس جانسون د جمعې پر ورځ له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د لیدنې بر مهال وړاندیز وکړ، چې هېواد یې په هرو ۱۲۰ ورځو کې د ۱۰۰۰۰ اوکرایني سرتېرو د روزنې وړتیا لري.
جانسون، چې د اوکراین پلازمېنې کیف ته پخپل دوه یم سفر کې ویلي: د دې جګړې په ژورو کې زما نننی سفر د اوکراین خلکو ته د واضح او ساده پیغام د استولو لپاره دی؛ بریتانیا له تاسې سره ده او مونږ به تر هغه وخته پورې له تاسې سره یوو، چې تاسې بالاخره پر روسیې غالب شئ.
دا په داسې حال کې ده، چې روسان پر اوکراین خپل برید ځانګړی بولي او پوتین ویلي، چې زمونږ عملیات به په اوکراین کې د لویدیځ د لاسوهنو تر له منځه وړلو پورې روان وي او روسیه په دې بهیر کې د خلکو له ملاتړه برخمن پاتې ده.
نړۍ
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
د رویټرز راپور له مخې؛ دا پېښه د نایجر په ایالت کې رامنځته شوې ده. دا پېښه د تېر کال اوکټوبر پېښې ته ورته ېره بده چاودنه ده، چې په جیګاوا ایالت کې رامنځته شوه او ۱۴۷ کسان یې ووژل.
د نایجریا د ملي بېړني حالت ادارې ویلي، چې د دې هېواد په شمال کې د شنبې پر ورځ د یوه ټانکر د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان دي.
د رویټرز راپور له مخې؛ دا پېښه د نایجر په ایالت کې رامنځته شوې ده. دا پېښه د تېر کال اوکټوبر پېښې ته ورته ېره بده چاودنه ده، چې په جیګاوا ایالت کې رامنځته شوه او ۱۴۷ کسان یې ووژل.
د ملي بېړني حالت مدیریت ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: " د دې راپور له مخې؛ له ۷۰ څخه ډېر مړي ترلاسه شوي، ۵۶ کسان ټپیان دي او له ۱۵ څخه ډېر پلورنځي ویجاړ شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لیږدول شوي او د مړو د ښخولو چارې روانې دي.
رویټرز ته یوه عیني شاهد ویلي، چې د سیمې اوسیدونکي او چارواکي د شنبې پر شپه له اسلامي مراسمو سره سم د قربانیانو د ښخولو لپاره قبرونه وکېندل. نایجر د افریقا په تر ټولو نفوس لرونکي هېواد کې یو په لویه کچه مسلمان ایالت دی.
د فډرالي سړک د خوندیتوب قول اردو د سکټور قومندان کومار ټسکوام ویلي، چې ډېری قربانیان بېوزله سیمهییز اوسیدونکي دي، چې د ټانکر له چپه کیدو وروسته د توییو شوو تېلو د راټولولو لپاره راغلي وه.
تسکوام زیاته کړې: "د خلکو لویه ګڼه ګوڼه د تېلو راټولولو لپاره راټوله شوه، سره له دې، چې د دوی د مخنیوي لپاره ګډې هڅې هم وشوې."
ټسکوام وایي، چې اور وژونکي د اور په وژلو کې بریالي شوي دي.
دا ډول پېښې د افریقا په ترټولو لوی تېل تولیدونکي سیمه کې عامې دي او په دې هېواد کې یې لسګونه خلک وژلي، چې د ژوند د لګښت له بدترین بحران سره مخ دي.
په نایجیریا کې هغه مهال، چې ولسمشر بولا تینوبو د ۲۰۲۳ کال په می کې له لسیزو ورکړ شوې سبسایډي لغو کړه؛ د تېلو بیه له ۴۰۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.
د نایجر ایالت د والي ویاند، بولوجي ابراهیم ویلي، چې اوسیدونکي باید د تېلو ټانکرونو د چپه کېدو په پېښو کې خپل خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
نړۍ
د شمالي کوریا ځانمرګو سرتېرو اوکراین ته په جګړه کې نوی ننګونه رامنځته کړه
د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.
د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې د شمالي کوریا لږ تر لږه د ۱۲ هغو سرتېرو، چې ځانونه یې الوزولي؛ مړي ارزولي دي.
د روسیې په ملاتړ د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د ځانمرګو بریدګرو شتون د کیف پوځ ته یوه نوې ننګونه رامنځته کړې ده.
د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.
په راپور کې راغلي، چې د سرتېرو د مړو تر منځ یو ژوندی هم وموندل شو؛ خو کله، چې دوی ورنږدې شول هغه خپل لاسي بم ته چاودنه ورکړه.
د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي، چې د دوی سرتېري له چاودنې روغ رمټ وتلي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له ډګر څخه پر شواهدو سربیره استخباراتي راپورونه او د تښتیدلو کسانو څرګمدونې ښیي، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا ځینې سرتېري له دې هم سختې هڅې تر سره کوي.
په دې راپور کې د شمالي کوریا د ځینو پخوانیو سرتېرو لخوا چمتو شوو معلوماتو ته نغوته(اشاره) شوې ده.
د شمالي کوریا کیم نومی ۳۲ کلن پخوانی سرتېری، چې په ۲۰۲۲ کال کې سویلي کوریا ته تښتیدلی رویټرز ته ویلي: "د شمالي کوریا په پوځ کې ځانمرګی برید او ځان چاودنه یو حقیقت دی".
هغه د شمالي کوریا مشر ته په نغوته کې زیاته کړې: "دې سرتېرو، چې خپل هېواد یې هلته ( په اوکراین کې) د جګړې لپاره پریښی؛ په رښتیا هم چمتو دي، چې د کیم جونګ اون لپاره ځانونه قربان کړي."
کیم په سیول کې میشت دی؛ د بشري حقونو یوې ډلې رویټرز ته ورپېژندلی، چې وایي؛ هغه د شمالي کوریا د پوځ لپاره په روسیه کې د شاوخوا اووه کلونو لپاره تر ۲۰۲۱ پورې په ساختماني پروژو کې کار کړی، چې د رژیم لپاره بهرني اسعار وګټي.
د اوکراین او لویدیځو چارواکو ارزونې ښيي، چې پیونګ یانګ د کورڅک په سیمه کې د روسیې د ملاتړ لپاره شاوخوا ۱۱ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي. د اوکراین پوځ تېر کال په یوه ناڅاپي برید کې دا سیمه ونیوله او اوس هم هلته پاتې دي.
د کیف د راپور له مخې، د کورڅک په جګړو کې د شمالي کوریا له ۳ زره څخه ډېر سرتېري وژل شوي یا ټپیان دي.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو لپاره د شمالي کوریا پلاوي د رویټرز غوښتنې ته له ځواب ډډه کړې ده.
دا لومړی ځل دی، چې شمالي کوریا خپل ځواکونه د ۱۹۵۰ -۱۹۵۳ کلونو تر منځ د کوریا له جګړې راپدېخوا له هېواده بهر په یوه لویه جګړه کې ښکېلوي.
د راپورونو له مخې، شمالي کوریا پخوا د ویټنام او سوریې کورنۍ جګړې ته خورا لږ شمېر سرتېري لېږلي وه.
امریکا خبرداری ورکړی، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا تجربه به د دې علت شي، چې دا هېواد "د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د جګړې وس ومومي".
نړۍ
له پوتین سره به ډېر ژر وګورم – ډونالډ ټرمپ
هغه د دې لیدنې لپاره مهالوېش ندی وړاندې کړی. روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره جګړه پیل کړه او دا به د دغې جګړې له پیل راپدېخوا د دې هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.
رویټرز د تسنیم خبري سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې راتلونکې اوونۍ له لوړې وروسته به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره "ډېر ژر" وګوري.
هغه د دې لیدنې لپاره مهالوېش ندی وړاندې کړی. روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره جګړه پیل کړه او دا به د دغې جګړې له پیل راپدېخوا د دې هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.
ټرمپ د نیوز مکس د جګړې د پای ته رسولو د سټراټیژۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ښه! یوازې یوه سټراټیژي شته، چې هغه هم له پوتین سره تړلې ده. زه پوهیږم، چې هغه غواړي ما وویني او زه به ډېر ژر هغه ووینم. ما به دا کار ژر کړی وای؛ خو ... باید دفتر ته ننوځم. د ځینو شیانو لپاره باید هلته شتون ولرم."
د امریکا د کانګرس غړي او د ملي امنیت راتلونکی سلاکار مایک والټز د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه تمه لري، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ "په راتلونکو ورځو او اوونیو کې" اړیکه ونیول شي.
پر اوکراین د روسیې یرغل لسګونه زره خلک وژلي، میلیونونه یې بې ځایه کړي او د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له ناورین راپدېخوا یې د مسکو او لویدیځ ترمنځ په اړیکو کې ترټولو لوی درز رامنځته کړی دی.
-
تازه خبرونه4 days ago
بایډن د افغانستان د بشري بحران له کبله ملي بېړنی حالت وغځاوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د اسرائیل او حماس د اوربند له اعلان وروسته په غزه کې هوايي بریدونه وشول
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او قطر د کاري کمیټې ګډه ناست ترسره شوه
-
تازه خبرونه18 hours ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
تازه خبرونه22 hours ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ1 day ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د افغانستان سفارت د افغان مهاجرو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړه
-
تحول5 days ago
تحول: په فلسطین کې د اوربند تینګولو هڅې