کوید۱۹
اومیکرون ناواکسین شويو خلکو ته ډېر خطر لري
د روغتیا نړیوالې ټولنې (ډبلیو اچ او) د چارشنبې پر ورځ د مرغومي ۲۲ څرګنده کړې؛ د کرونا ویروس اومیکرون بڼه په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره ډېر خطر لري، چې واکسین یې نه وي کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ډېری نوې مثبتې پېښې د اومیکرون بڼې دي، چې د ویروس له یو شخص څخه بل ته ژر لیږدول کیږي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ یوازې په تېره اوونۍ کې د نړۍ ۱۵ میلیون پېښې ثبت شوي او میلیونونه نورې ثبت شوې ندي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې لوړپوړي چارواکي ګیبریوس دا هم ویلي، چې د نړۍ ټول هېوادونه باید د اومیکرون د خپرېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي؛ ځکه، چې په ټوله نړۍ کې ډېر خلک واکسین شوي ندي او د کرونا وېروس دا بڼه ډېر خطر لري.
ګیبریوس وایي، چې په ډېریو روغتونونو کې ډېر بستر شوي خلک واکسین شوي ندي.
نوموړي زیاته کړې؛ واکسین د مړینې او د ناروغې د زیاتېدو په مخنیوي کې خورا اغېزمن ښودل شوي، خو واکسین نشي کولی په بشپړ ډول د کرونا ویروس د لیږد مخه ونیسي.
د ګیبریس د څرګندونو له مخې؛ د ویروس لیږد او خپراوی به نه یوازې په روغتونونو کې د ډېرو مړینو لامل شي، بلکې د ښوونکیو او روغتیایي کارمندانو په ګډون د ډېرو خلکو کار ته د تګ مخه هم ونیسي، چې په دې توګه د دغه حالت دوام د کرونا نورو بڼو ته د لېږد شونتیا رامنځته کوي.
ګیبریس وایي، په نړۍ کې له کرونا ویروسه د مړینې شمېر مخ پر ډېرېدو دی او په ټوله نړۍ کې هره اوونۍ ۵۰۰۰۰ خلک له دې ناروغۍ خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زیاتوي؛ له ویروس سره د ژوند کولو زدکړه باید پدې معنی نه وي، چې ډېر شمېر خلک ترې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په ډاګه کړې، چې د نړۍ ۹۰ هېوادونو تر دې دمه د خپل نفوس ۴۰ سلنه هم واکسین کړي ندي او ۳۶ نورو هېوادونو حتا تر ۱۰ سلنې کم نفوس واکسین کړي دي.