سوداگري

ایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو او مالیې عمومي رییس مرتضی ذاکریان ویلي، دا وړاندیز د درې هېوادونو د جغرافیایي، کانیزو او ټرانزیټي ظرفیتونو له مخې وړاندې شوی او د اداري او تخنیکي ارزونو بهیر یې روان دی.

Published

on

ایراني چارواکو ویلي؛ د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د درې اړخیزې آزادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د جوړولو پر طرحه کار کوي، چې اقتصادي همکارۍ پراخې، بهرنۍ پانګونې راجلبې او ټرانزیټي لارې پیاوړې شي.

د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو او مالیې عمومي رییس مرتضی ذاکریان ویلي، دا وړاندیز د درې هېوادونو د جغرافیایي، کانیزو او ټرانزیټي ظرفیتونو له مخې وړاندې شوی او د اداري او تخنیکي ارزونو بهیر یې روان دی.

هغه د جنوبي خراسان د ځانګړې اقتصادي سیمې له چینايي اقتصادي پلاوي سره په ناسته کې ویلي، چې د ایران، افغانستان او چین لاره کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خوندي او باثباته زمینه برابره کړي.

ذاکریان زیاته کړې، چې د دې درې اړخیزې آزادې سیمې د جوړولو وړاندیز پر ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال په جنوبي خراسان ولایت کې د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دغه ولایت د والي له‌خوا وړاندې شوی دی.

هغه ټینګار کړی، چې د دې طرحې پلي کول باید یوازې پر دولتي سرچینو ولاړ نه‌وي، بلکې د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د چینايي پانګه‌والو له ظرفیتونو هم باید ګټه واخیستل شي.

د جنوبي خراسان د اقتصادي چارو او مالیې عمومي رییس له افغانستان سره د دې ولایت ګډه پوله، کانیزې زیرمې، بشري ځواک، د اقتصادي پروژو لپاره مناسبې ځمکې او ټرانزیټي لارې د سیمې له مهمو فرصتونو بللي دي.

نوموړي ویلي، افغانستان د کانیزو سرچینو، نادرو عناصرو او ټرانزیټي موقعیت له کبله او چین د پانګونې، مالي ملاتړ او ټکنالوژۍ د لېږد د وړتیا له مخې کولی شي په دې اقتصادي همکارۍ کې مهم رول ولري.

ذاکریان همداراز په جنوبي خراسان ولایت کې د چینايي پانګه‌والو د حضور له زیاتېدا خبر ورکړی او څرګندوي؛ تر اوسه د چینايي وګړو ۱۲ پانګیزې پروژې په دې ولایت کې تصویب شوي، چې له نیمایي ډېرې یې په تېرو دوه کلونو کې منظورې شوې دي.

Trending

Exit mobile version