سیمه ییز خبرونه

ایران هرمز تنګي ته نږدې د بریدونو په غبرګون کې د امریکا سیمه‌ییزې پوځي اډې وویشتلې

دغه نښتې د اپریل له اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ  تر ټولو ستره پوځي مخامخ‌کېدنه ګڼل کېږي.

Published

on

د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي شاوخوا ته د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د چارشنبې پر ورځ د امریکا د اردن یوه پوځي اډه او د خلیج د هېوادونو پر ۲۱ نورو هدفونو بریدونه کړي دي.

دغه نښتې د اپریل له اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ  تر ټولو ستره پوځي مخامخ‌کېدنه ګڼل کېږي.

د ایران بریدونه، چې په کویټ او بحرین کې یې هم ځینې هدفونه ویشتي دي؛ له هغې وروسته وشول، چې د امریکا پوځ هرمز تنګي ته نږدې د ایران د هوايي دفاعي سیستمونو، ځمکني کنټرولي مرکزونو او څارنیز رادارونو ویشتل اعلان کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه بریدونه د یوې امریکايي اپاچي چورلکې د نسکورېدا په ځواب کې ترسره شوي دي.

ټرمپ ویلي: « زما پر اند ځواب باید ډېر پیاوړی او پرېکنده وي او همداسې وشول.»

د کړکېچ زیاتېدا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د احتمالي هوکړې هیلې نورې هم کمزورې کړې دي؛ هغه جګړه، چې د فبرورۍ پر اته‌ویشتم د امریکا او اسرائیل پر ګډو بریدونو پیل شوې وه.

ایران د امریکا د پوځي اډو کوربه هېوادونه پر نښه کړي او د هرمز تنګي له لارې یې تګ راتګ هم محدود کړی دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او د طبیعي مایع ګاز د لېږد اړینه لار ګڼل کېږي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې هوايي عملیات یې شاوخوا څلور ساعته روان ول او نږدې ۲۰ ایراني هدفونه یې هدف ګرځولي دي.

ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د قشم ټاپو او د سیریک بندر هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. همداراز په بندرعباس او د جاسک په شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

سپاه پاسداران ویلي، چې په اردن کې یې د «الازرق» پوځي اډې څلور برخې په لرې‌واټن ویشتونکو توغندیو ویشتلې دي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د اف-۳۵ جنګي الوتکو تمځایونه او د قومندې او کنټرول یو مرکز هم تر برید لاندې راغلي دي.

دغه راز د اردن وسله‌والو ځواکونو ویلي، چې د ایران له لوري د الازرق اډې پر لور توغول شوي پېنځه توغندي یې شنډ کړي دي. د اردن پوځ ویلي، چې د دغو توغندیو پاتې شوني د هېواد په خاوره کې لوېدلي، خو ځاني او مالي زیان یې نه‌دی اړولی.

د کویټ پوځ هم ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه له متخاصمو هدفونو سره پر مقابله بوخت دي. دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې، چې سپاه پاسداران په کویټ کې د «علي السالم» امریکايي اډې پر بې‌پیلوټه الوتکو د ویشتو ادعا وکړه.

سپاه دا ادعا هم کړې، چې په بحرین کې یې د امریکا د بحري ځواک پېنځمه بېړۍ پر بې‌پیلوټه الوتکو ویشتې ده او خبرداری یې ورکړی، چې که جګړه دوام وکړي، غبرګون به یې نور هم سخت وي.

له دې سره هم‌مهاله په آسیايي بازارونو کې د تېلو بیه د لومړنیو راکړو ورکړو پر مهال شاوخوا یو سلنه لوړه شوې ده.

د اپاچي چورلکې د نسکورېدا پېښه

د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا یوه اپاچي چورلکه د ایران د یوې بې‌پیلوټه الوتکې له برید وروسته نسکوره شوه.

ټرمپ ویلي، چې د چورلکې دواړه پیلوټان روغ پاتې شوي دي.

ایراني دولتي رسنیو د یوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي په سیمه کې هيڅ بریدیز هوايي عملیات ترسره شوي نه‌دي.

د امریکا پوځ ویلي، چې د بحري ځواک یوې بې‌پیلوټه الوتکې د عمان ساحل ته نږدې د چورلکې عمله ژغورلې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتون د ناڅاپي پېښو او ناغوښتلو نښتو خطر زیاتوي او د خطر د کمولو غوره لاره د هغوی وتل دي.

د دغې پېښې له کبله د سولې هوکړې او د هرمز تنګي د بشپړې پرانیستې هڅې له نویو ستونزو سره مخامخ شوې دي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې هره احتمالي سوله‌ییزه هوکړه باید ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوي، خو تهران دا ادعا ردوي.

له بلې خوا، ایران د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدا، د کنګل شویو شتمنیو د آزادېدا او پر هرمز تنګي د خپل کنټرول د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version