نړۍ

ایلان ماسک د ټرمپ په دولت کې له دندې ګوښه شو

د چارشنبې پر شپه( د غبرګولي اوومه) ماسک په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې: “هغه وخت، چې د یوه دولتي کارمند په توګه راته ځانګړی ټاکل شوی و؛ پای ته رسېدلی دی.”

Published

on

میلیارډر ایلان ماسک او د ټکنالوژۍ د شرکتونو لرونکي ويلي، چې د ډونالډ ټرمپ په دولت کې یې کار پای ته رسیدلی دی.

د چارشنبې پر شپه( د غبرګولي اوومه) ماسک په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې: “هغه وخت، چې د یوه دولتي کارمند په توګه راته ځانګړی ټاکل شوی و؛ پای ته رسېدلی دی.”

د امریکا د مقرراتو له مخې: هغه کارمندان، چې له دې لقب سره کار کوي؛ کاري وخت یې یوازې ۱۳۰ورځې وي. دا پدې معنا، چې ایلان ماسک باید د روانې میاشتې تر پایه پورې له خپلې دندې استعفا کړې وای،  چې درې ورځې نور وخت هم لري.

ایلان ماسک تېر اپریل اعلان وکړ، چې د می له پای وروسته هغه به د دولتي ادارو لپاره د لګښت کموونکي په توګه ډېر لږ وخت تېر کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هغه وتل ګړندي او پرته له مراسمو ترسره شول.

یوې سرچینې، چې له دې موضوع سره بلدتیا لري ویلي، د ګوښه کېدو په اړه یې له ډونالډ ټرمپ سره رسمي خبرې اترې ندي کړي او د دندې پرېښودو پرېکړه یې “د لوړ پوړو مدیرانو پر کچه” شوې ده.

که څه هم د هغه د ګوښه کېدا جزئیات روښانه ندي؛ خو له هغې یوه ورځ وروسته رامنځته شوه، چې د ټرمپ پر مالي طرحې یې نیوکه وکړه. ماسک دا طرحه ګرانه او یو داسې اقدام بللی، چې د حکومت د موثریت دفتر کې به د هغه کار زیانمن کړي.

د ټرمپ د کمپاین پرمهال ماسک ویلي وه، چې د حکومت د موثریت دفتر کولی شي لږ تر لږه دوه ټریلیون ډالر په فدرالي لګښتونو کې کم کړي.

دفتر اټکل کړی، چې د ده هڅو تر دې دمه ۱۷۵ میلیارډ ډالر سپما کړې؛ خو رویټرز ویلي، چې دوی نشي کولی په خپلواکه توګه دا شمېر تائید کړي.

Trending

Exit mobile version